ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې ترافيکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

کونړ کې ترافيکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

author avatar
20 Jun 2016 - 09:51
کونړ کې ترافيکي پېښه کې پنځه کسان مړه شوي
author avatar
20 Jun 2016 - 09:51

اسعد اباد (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٥): په کونړ ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنه مړه او درې نور ژوبل شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غبرګولي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماښام د وټه پور ولسوالۍ اړوند د څپري په سيمه کې رامنځته شوې وه.

هغه زياته کړه چې د ملکي وګړو يو ډاټسن موټر چې د ولايت له مرکز اسعداباد څخه د ولسوالۍ پر لوري روان و، له يوې غرنۍ سيمې څخه ګړنګ ته غورځېدلى دى.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې پنځه تنه مړه او درې نور ژوبل شوي چې په وژل شوو کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي.

د اسعداباد مرکزي روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک  پژواک ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې څلور جسدونه او څلور ټپيان ور وړل شوي وو.

د هغه په وينا، د دوو ټپيانو حالت ښه نه و، هغوى يې د درملنې لپاره جلال اباد ته لېږلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.