جلال اباد (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بريد کې شپږ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د دې ولايت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره شپه د اچين په عبدالخېلو سيمه کې شوى او په کې ياد وسله وال وژل شوي دي.
ده زياته کړه، په دې بريد کې د هغوى يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن