کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): هندوستان وايي چې د کابل په پروني ځانمرګي بريد کې يې دوه وګړي وژل شوي دي.
دغه ځانمرګى بريد پرون سهار په شاوخوا شپږو بجو د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د بنايي په سيمه کې پر هغه موټر شوى و، چې د يوې امنيتي کمپنۍ ساتونکي يې لېږدول.
د کورنيو چارو وزارت پرون ويلي وو چې په دغه بريد کې ١٤ نيپالي وګړي وژل شوي او د يو شمېر افغانانو په ګډون ٨ نور ژوبل شوي دي.
په کابل کې د هندوستان د سفارت مطبوعاتي دفتر د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل د پرونۍ پېښې په وژل شوو کې دوه هندي وګړي هم شامل دي.
خو سرچينې دا ونه ويل چې وژل شوي هندي وګړي هم په امنيتي کمپنۍ کې دنده ترسره کوله.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند وکاس سوارپ هم منلې ده چې د کابل په پروني بريد کې دوه هندي وګړي وژل شوي.
بلخوا د نيپال د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې په پرونۍ پېښه کې يې ١٢ وګړي وژل شوي او اوه نور ژوبل شوي وو.
د بهرنيو چارو وزارت وياند بهارت راج پوډيال ويلي، وژل شوي نيپاليان د برېتانيا د يوې امنيتي کمپنۍ اړونده وو او په کابل کې د کاناډا د سفارت د امنيت په برخه کې يې دنده ترسره کوله.
سرچينې زياته کړې چې دغه کسان پخوا د نيپال په وسله وال پوځ کې دندې ترسره کړې وه او اوس متقاعد شوي وو.
د يادونې ده، تر ٢٠١٤ زېږديز کاله پورې شاوخوا ١٠ زره نيپالي وګړي په افغانستان کې له بېلا بېلو امنيتي شرکتونو سره دندې ترسره کوې، خو کله چې په افغانستان کې د ناټو جګړه ييز ماموريت پاى ته ورسېد، نو د نيپاليانو شمېره هم کمه شوه.
د نيپال د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس هم په کابل کې شاوخوا ١٥٠٠ نيپاليان د امنيت په برخه کې دندې ترسره کوي.
د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په کابل کې د امنيتي پېښو پر مهال يو شمېر نيپاليانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن