لښکرګاه (پژواک، د چنګاښ لومړۍ ۹۵): وسله والو طالبانو د هلمند له ګرشک ولسوالۍ څخه له تښتول شویو کسانو څخه یې ۲۰ تنه نور خوشې کړي دي.
وسله والو طالبانو نن سهار د هرات – کندهار د لویې له دریو موټرو څخه شاوخوا ۲۷ تنه ښکته او له ځانه سره وړي وو.
د ګرشک امنیه قوماندان محمد اسماعیل خپلواک د چنګاښ په لومړۍ ناوخته د ورځې ناوخته پژواک خبري اژانس ته وویل، چې وسله والو طالبانو له تښتول شویو کسانو څخه ۲۰ تنه خوشې کړي .
هغه زیاته کړي، چې خوشې شوي کسان په سیمه کې د ملی اردو پوستو ته ځآنونه رسولي دي.
دده په وینا اوس پولیس سیمه ته ورغلي او غواړې یاد مسافر قواماندانۍ ته انتقال کړي.
دد په وینا اوس یوازي ۵ تنه له وسله والو سره پاتې دي او ویل کیږي چې هغوی يي د لښکرګاه څلورمي حوزې باباجې ته بیولی، چېرته چې طالبان میشت دی.
دغه مسافر نن سهار سهار ۷:۳۰ بجې له کندهار څخه هرات په لاره وو چې د ګرشک په مهاجر بازار سیمه کې طالبانو د ۴۳ مسافرو سر بیره له دوه باروړونکو موټرو سره نیول او تر خپلواک لاندي سیمو ته يې یووړل.خو تر دوه ساعته وروسته درې واړه موټر او ۱۸ مسافر چې ښځې او ماشومان پکې وو، خوشي او ۲۵ تنه مسافر يې له ځان سره بوتلل چې ۲۰ اوس خوشي کړل.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي، چې دوی ۲۰ تنه خوشې کړي او شپږ اوس هم ورسره تر پلټنو لاندې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن