ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په لوګر د نجونو یو ښوونځی تړلی

طالبانو په لوګر د نجونو یو ښوونځی تړلی

author avatar
21 Jun 2016 - 15:06
طالبانو په لوګر د نجونو یو ښوونځی تړلی
author avatar
21 Jun 2016 - 15:06

پل علم (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د مرکز اړوند په پورک سيمه کې د نجونو لېسه تړلې ده.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاهپور عرب د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د پورک سيمې د نجونو ښوونځى تړلى دى.

هغه وايي چې تېره ورځ وسله وال طالبان ښوونځي ته ورغلي او ټول ښوونکي او زده کوونکي يې پر مرګ ګواښلي دي تر څو نور ښوونځي ته ولاړ نه شي.

ده وويل: ((دغه لېسه د نجونو ده، مخکې طالبانو ويلي و چې د دې لېسې مدير سړى دى، دې لېسې مديره بايد ښځه وي، نو په دې کار کې لږ ځنډ شوو نو ځکه طالبانو ښوونځى تړلى دى.))

د عرب په وينا، د پوهنې رياست هم اراده لري چې هر څه ژر د يادې لېسې لپاره يوه ښځه مديره پر دنده وګوماري.

ده وويل چې د قومي مشرانو په منځګړتوب د دغه ښوونځي خلاصون په موخه هلې ځلې پيل شوې دي.

د پورک سيمې اوسېدونکي ګل حبيب پژواک ته وويل چې په دې لېسه کې يې درې لوڼې زده کړې کوي.

هغه وويل: ((لوڼو مې ويل چې پرون يې ښوونځي ته طالبان ورغلي و او ټولو ته ويلي چې نور مکتب ته لاړ نه شي.))

ګل حبيب وايي چې د دې سيمې  خلکو د طالبانو له ډاره نن خپل بچيان ښوونځي ته نه دي استولي.

د لوګر نورو سيمه ييزو چارو ديادې لېسې د تړل کيدو په اړه بې خبري وښوده.

د روان کال په اوږدو کې دا لومړى ځل دى چې په لوګر ولايت کې د وسله والو طالبانو له لوري ښوونځى تړل کيږي.

دا په داسې حال کې ده  چې تيرکال په مرکز پل علم، بره کي برک او څرخ ولسواليو کې طالبانو ٢٥ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړلي وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.