ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مشرانو جرګه: په نظامي موټر کې د “قاري ظاهر” د لېږد  قضيه دې جدي وڅېړل شي

مشرانو جرګه: په نظامي موټر کې د “قاري ظاهر” د لېږد قضيه دې جدي وڅېړل شي

author avatar
21 Jun 2016 - 15:03
مشرانو جرګه: په نظامي موټر کې د “قاري ظاهر” د لېږد  قضيه دې جدي وڅېړل شي
author avatar
21 Jun 2016 - 15:03

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): مشرانو جرګه د ميدان وردګو ولايت د امنيې قوماندانۍ په موټر کې د بغلان د سيمه ييزو طالبانو د يو مسوول لېږد د اندېښنې وړ بولي او له حکومته غواړي چې موضوع په جدي توګه وڅېړي.

د بغلان والي عبدالستار بارز تېره يکشنبې وويل چې په بغلان کې د طالبانو استخباراتو مسوول قاري ظاهر هغه مهال په دغه ولايت کې ونيول شو چې د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ پوليسو په موټر کې کابل ته لېږدول کېده.

نوموړي وويل چې د دې قضيې په تړاو دوه پوليس هم نيول شوي چې يو يې د ميدان وردګو د امنيې قوماندان مل پاسوال خليل اندرابي له خپلوانو څخه دى.

د مشرانو جرګې غړې ليلما احمدي په دې اړه وويل: "د پوليسو په رينجر موټر کې د قاري ظاهر نيول دا ښيي چې په حکومت کې د ننه داسې کسان شته چې د ملي ګټو خلاف د نورو په اشاره کار کوي."

د دې جرګې بل غړي جمعه الدين ګيانوال وويل: "تر دې وړاندې په نظام کې د پنځمې ستنې په اړه راپورونه خپاره شول؛ خو اوس ټولو ته جوته شوه چې په رښتيا نظام کې دننه داسې کسان شته چې د دولت له وسله والو مخالفينو سره همکاري کوي."

نوموړي زياته کړه چې امنيتي ارګانونه دنده لري څو معلومه کړي چې اندرابي له څه مهاله له طالبانو سره اړيکه لري.

د دې جرګې بل غړي عبداللطيف نهضت وويل: "کوم کس چې دې قضيه کې لاس لري، بايد تر پېژندنې وروسته تعقيب شي."

د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو د دې تر څنګ چې د پوليسو په موټر کې د قاري ظاهر لېږد ملي خيانت بولي، له حکومته يې وغوښتل څو دا موضوع په جدي ډول وڅېړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل: "د طالبانو له ډلې سره د ميدان وردګو امنيه قوماندان همکاري د اندېښنې وړ ده او له حکومته غواړو  څو د افغان ولس دښمنان چې د افغانانو وينو پر تويولو بوخت دي  او په نظام کې دننه کار کوي، تر پېژندلو وروسته تعقيب شي."

مسلميار هم له هر راز کتنو پرته د دې موضوع د څېړنې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د څېړنو پايله بايد ملي شورا سره شريکه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنيو چارو وزارت هم اعلان کړى دى چې ياده قضيه په جدي ډول څېړي.

مسلميار په نننۍ غونډه کې له حکومته وغوښتل څو د افغان کډوالو راستنېدو په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو څخه لار برابره کړي څو له افغان کډوالو ناوړه استفاده ونه شي او افغان کډوال له دليل پرته تعقيب نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.