ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پولیس دې د ماشومانو لپاره د پټاکیو او پلاستیکي وسلو مخه ونیسي”

“پولیس دې د ماشومانو لپاره د پټاکیو او پلاستیکي وسلو مخه ونیسي”

author avatar
21 Jun 2016 - 13:54
“پولیس دې د ماشومانو لپاره د پټاکیو او پلاستیکي وسلو مخه ونیسي”
author avatar
21 Jun 2016 - 13:54

کندوز (پژواک، چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٥): کندوز ولايت کې يو شمېر بې وزله ماشومان، په دغه ولايت کې د پلاسټيکې وسلو او پټاکيو منع کمپاين د پيلولو ترڅنګ وايي، سوداګر بايد داسې کوم وسايل چې د ماشومانو تر منځ د تاوتريخوالي لامل ګرځي، هېواد ته وارد کړي.

د کورنيو چارو وزارت د اختر ورځو په رانږدې کېدو سره څو ځلې د پلاستيکي وسلو او پټاکيو پر پېر او پلور د بنديز ټينګار کړى، خو اوس بيا هم په بازارونو کې په ازاده توګه پلورل کېږي.

د امنيتي بنسټونو پر ګواښونو سربېره هر کال د اختر ورځو په رانږدې کېدو سره په ټولو ولايتونو کې د پلاستيکي وسلو او پټاکيو د پېر او پلور بازارونه ګرمېږي چې په ډېرى مواردو کې له دې ډول وسايلو څخه ګټه اخيستل  د ماشومانو د ټپي کېدو لامل هم کېږي.

د کندوز ښار يو شمېر بې وزلو ماشومانو په دغه ولايت کې يو کمپاين پيل کړ او له ملي سوداګرو يې وغوښتل چې د وسلو او پټاکيو پر ځاى کتابچې او قلمونه را وارد کړي، څو ماشومان درس ولولي او په راتلونکي کې خپل هېواد ته خدمت وکړي.

په دغه کمپاين کې ګډون کوونکي ماشومان چې د افغانستان د فرهنګ او رسنيزو اړيکو بنسټ له لوري ترسره شوى و؛ د کندوز امنيې قوماندانۍ ته ولاړل او د قوماندانۍ له مشرتابه يې وغوښتل، څو د ښار له هټيو څخه پلاستيکي وسلې او پټاکۍ راټولې کړي.

د دغو ماشومانو له ډلې يې شريف الله وويل چې د اختر په رانږدې کېدو سره د پلاستيکي وسلو او پټاکيو بازارونه ګرمېږي او پوليس يې هم مخنيوى نه کوي.

هغه زياته کړه چې تېر کال يو شمېر ماشومان د همدې وسلو له امله ټپيان شول او په کندوز کې يې بايد پېر او پلور منع شي او کوم کسان چې دا ډول وسايل را واردوي نو بايد تر پوښتنې لاندې ونيول شي.

يادو ماشومانو له نورو هم وغوښتل چې دا ډول وسايل ونه کاروي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګباغ د بې وزله ماشومانو له دغه مدني حرکت څخه د هرکلي ترڅنګ له هغوى سره ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د يادو وسايلو د راټولولو لپاره ګام پورته کړي او د وړوکي اختر له رارسېدو وړاندې به ټولې پلاسټيکي وسلې او پټاکۍ د ښار له هټيو راټولې کړي.

نوموړي سوداګرو ته ګواښ وکړ چې له دې وروسته بايد د دې ډول وسايلو له واردولو ډډه وکړي، له هغه پرته به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.