واشنګټن (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٥): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړى استازى محمود صيقل وايي چې پر تورخم د پاکستان تحرکات نړيوال امنيت ته ګواښ رامنځته کوي.
صيقل دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته په خپله وينا کې کړې دي.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې تېره اونۍ پاکستاني ځواکونو د ډيورنډ پر فرضي کرښې تورخم دروازې او نورو تاسيساتو د جوړولو هڅه وکړه چې د افغان ځواکونو له خوا يې مخه ونيول شوه .
پاکستانيو ځواکونو پر افغان ځواکونو ډزې وکړې چې د درېيو ورځو لپاره په تورخم کې د جګړې چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته او ياده لاره د پنځو ورځو لپاره د خلکو او ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازى وايي چې په تورخم کې د پاکستان غير ضروري تحرکات نه يواځې د افغانستان، بلکې د نړۍ امنيت له ګواښ سره مخ کوي.
د نوموړي په وينا، د پاکستان د دغو تحرکاتو له امله د ډيورنډ د فرضي کرښې په دواړو غاړو کې حالات کړکېچن شوي دي.
هغه زياته کړې چې د پاکستان له دغو حرکتونو سره په سيمه کې سوداګرۍ او د دواړو غاړو اوسېدونکو ته اقتصادي زيانونه اړولي دي.
صيقل ويلي چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې د پاکستان له خوا په دوامداره توګه د افغانستان له ځمکني بشپړتيا او خپلواکۍ سرغړونې کېږي.
د نوموړي په وينا، په دې موده کې د پاکستان له خوا پر ننګرهار، خوست، پکتيکا، کونړ او نورستان ولايتونو د سپکو او درنو وسلو ٨٢٠ فيره شوي چې له امله يې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان ځانګړي استازي ويلي چې د پاکستان د دغو بېځايه حرکتونو وروستۍ پېښه په تورخم کې وه چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته.
صيقل زياته کړې چې حالات اوس هم ښه نه دي، په دواړو غاړو کې خلک اندېښمن دي او د پاکستان دغه کړنې په سيمه کې ترانزيټ او نوره سوداګري هم زيانمنه کړې ده.
خو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې مليحه لودهي د افغان استازي يادې څرګندونې رد کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن