د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امریکا: پاکستان د طالبانو پر وړاندې له اقدام پرته خوندي نه شي پاتې کېدای

امریکا: پاکستان د طالبانو پر وړاندې له اقدام پرته خوندي نه شي پاتې کېدای

Jun 22, 2016 - 13:11

واشنګټن (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٥): امريکا وايي، پاکستان به تر هغه وخته ښه راتلونکى ونه لري چې په خپله خاوره کې طالبان ونه ځپي او له  دغه هېواده یې وغوښتل چې پر طالبانو له خپل اغېز په کار اخيستو سره هغوى د سولې او خبرو اترو مېز ته راکش کړي.

د امريکا ځانګړي استازي ريچارډ  اولسون دغه څرګندونې په واشنګټن کې يوې خبري غوندې ته کړې دي.

هغه زياته کړې چې هېواد يې د افغانستان امنيت او پرمختګ ته ژمن دى او راتلونکې مياشت په وارسا کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې له افغانستان څخه ملاتړ به وسله والو طالبانو څرګند پيغام ولېـږل شي.

نوموړي ويلي: ((د افغانستان امنيت زموږ  امنيت دى.))

د  امريکا ځانګړي استازي ويلي چې د وارسا په غونډه کې به طالبانو ته دا پيغام ولېږل شي چې دوى له سولې پرته بله لاره نه لري.

اولسون ويلي چې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې به امريکا په راتلونکو درېيو کلونو پورې له افغانستان سره د ٩ ميليارده ډالرو مرستې اعلان وکړي.

د هغه په وينا، د امريکا حکومت به له کانګرېسه وغواړي چې په همدې موده کې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو لپاره هم د کال يو ميليارد ډالر ځانګړي کړي.

د امريکا ځانګړي استازي ويلي، د متحدو ايالاتو حکومت به د روان کال تر پايه په افغانستان کې خپل لږ تر لږه ۹۸۰۰ عسکر وساتي او راتلونکی کال به ۵۵۰۰ امریکايي عسکر هلته پاتې شي.

د اولسون په وينا، دا امريکايي عسکر به په ټول افغانستان کې په کوچنيو مرکزونو کې ځای پر ځای شي.

خو نوموړي زياته کړه چې د وخت په تېرېدو سره بايد د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو لګښتونه بايد کم شي.

د اولسون په وينا، امريکا په افغانستان کې هره ورځ پوځي عمليات نه شي ترسره کولى، خو په ډاګه يې کړه چې هلته به خپلې ګټې خوندي کوي.

د امريکا ځانګړي استازي يو ځل بيا د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړ، خو دا يې هم وويل چې په افغانستان کې د پسرلي په جګړه ييز موسم کې کوم بدلون نه دى راغلى.

هغه له پاکستانه وغوښتل چې پر طالبانو له خپلې اغېزې په کار اخيستلو سره هغوى د سولې او خبرو اترو مېز ته راکش کړي.

د امريکا ځانګړي استازي په ډاګه کړه، پاکستان به تر هغه ښه راتلونکى ونه لري چې په خپله خاوره کې طالبان ونه ځپي.

هغه پر پاکستان ټينګار کړى چې خپله ډېره پاملرمنه د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته وکړي.

السون ويلي چې پاکستان تر اړتيا ډېر او د مبالغې تر حده په افغانستان کې د هند پر رول اندېښمن دى.

د امريکا ځانګړي استازي د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې په پلوچستان کې د نا امنيو لپاره د افغانستان خاوره کارول کېږي.

هغه زياته کړې: ((هندوستان د افغانستان ملاتړ کوونکى او همکارى متحد هېواد دى او له افغانستان سره يې ګټورې مرستې کړې دي.))

نوموړي هغه ادعاوې هم رد کړې چې هندوستان په افغانستان کې ٢٤ کونسلګرۍ لري او په ډاګه يې کړه چې هند په افغانستان کې يواځې څلور کونسلګرۍ لري.

د هغه په وينا، پاکستان هېڅکله خوندي نه شي پاتې کېداى، څو پورې چې د افغان طالبانو او حقاني ډلې پر ضد اقدامات ونه کړي.

حزب اسلامي سره د افغانستان د حکومت د سولې د خبرو اترو په اړه، اولسون وويل چې هېواد يې له دې پروسې څخه ملاتړ کوي.

اولسون په ډاګه کړه چې د سولې لپاره ځينې مخکني شرطونه شته دي، خو وروستۍ پرېکړه به افغان حکومت کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement