جلال اباد (پژواک، ٢ چنګاښ ٩٥): په ننګرهار ولايت کې چاودنې دوه کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د چنګاښ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سړک د غاړې یاده چاودنه نن غرمه مهال د بهسودو ولسوالۍ اړوند د ١١مې ويالې په سيمه کې شوې وه.
هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې د ترافيکو يو پوليس او يو ماشوم وژل شوي دي.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي نعيم خان پژواک اژانس ته وويل چې په چاودنه کې د پوليسو دوه افسران ټپیان شوي هم دي.
د نوموړي په وينا، چاودېدونکي توکي په ياده سيمه کې د پوليسو د تلاشۍ پوستې ته څېرمه په يوه سپره کې ځاى پر ځاى شوي وو.
د والي وياند وايي چې پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن