ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بشري حقونو کمېسيون: د خپلسرو اعدامونو مخنيوى دې وشي

د بشري حقونو کمېسيون: د خپلسرو اعدامونو مخنيوى دې وشي

author avatar
23 Jun 2016 - 12:56
د بشري حقونو کمېسيون: د خپلسرو اعدامونو مخنيوى دې وشي
author avatar
23 Jun 2016 - 12:56

ميمنه (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٥): د فارياب د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ولايتي دفتر، د فارياب په ګرزيوان ولسوالۍ کې پر ماين اېښودنه د تورن کس اعدامول غندلي او وايي چې د دې پېښې عاملان دې ژر تر ژره ونيول شي.

د فارياب په ګرزيوان ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې د قرباني کس خپلوانو،  د قاري محب الله په نوم يو کس په ماين اېښودلو او له طالبانو سره په همکارۍ تورن کړى و او دوې ورځې وړاندې يې د ګرزيوان ولسوالۍ په تګابشان سيمه کې په عام محضر کې اعدام کړ.

د فارياب والي سيد انور سادات، د دې پېښې د پخلي تر څنګ وويل چې دغه اعدام د هغو کسانو له خوا شوى چې  څو ورځې وړاندې يې د کورنۍ يو غړى د اېښودل شوي ماين په چاودنه کې وژل شوى او يو بل ژوبل شوى و.

والي زياته کړه چې ماين اېښودونکى، د ماين په چاودنه کې د قرباني شوي کس د خپلوانو له خوا بالفعل نيول کېږي او د هېواد د نافذه قوانينو خلاف په عام محضر کې اعدامېږي.

هغه وويل چې د تګابشان سيمه د ولسوالۍ له مرکز نه ١٧ کيلومتره لرې ده، دولتي حاکميت په کې يو څه کمزورى دى، خو دا موضوع په جديت سره څېړي او هغه کسان چې ددې کس په خپل سري اعدام کې ښکېل دي، قانوني چلند به ورسره شي.

د فارياب ولايت د بشري حقونو خپلواک کميسيون د ولايتي دفتر مشر سيد حفيظ الله فطرت هم ددې کس اعدامول وغندل او له دولت يې وغوښتل چې د صحرايي اعدام عاملين ونيسي او قانون پرې عملي کړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اعدام د هېواد په نافذه قانون کې په ډاګه شوى، د بشري حقونو کمېسيون دفتر يې په اړه هېڅ ډول مخالفت نه لري، خو خپل سري او صحرايي اعدامونه چې د عدلي او قضايي ارګانونو د پرېکړې پر بنسټ نه وي، د قانون خلاف دي.

سرچينې د اندېښنې په څرګندولو سره زياته کړه که چې چېرته د داسې کړنو مخنيوى ونه شي، د خپلسرو اعدامونو لړۍ به وغځېږي، هر څوک به هر هر ځاى دا کار کوي، د حکومت او ټولنې نظم به له منځه لاړ شي.

په ورته وخت کې د فارياب والي وياند احمد جاوېد بيدار وويل چې د دې قضيې په تړاو يو پلاوى ګومارل شوى، څو هغه کسان چې صحرايي اعدامونه کوي، ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.