ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او هندوستان په ډيلي کې د سلما بند پر پرانيستې جشن جوړ کړ

افغانستان او هندوستان په ډيلي کې د سلما بند پر پرانيستې جشن جوړ کړ

author avatar
23 Jun 2016 - 14:06
افغانستان او هندوستان په ډيلي کې د سلما بند پر پرانيستې جشن جوړ کړ
author avatar
23 Jun 2016 - 14:06

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٥): د افغانستان او هندوستان لوړپوړو چارواکو د سلما بند پرانيستې په اړه د هندوستان په پلازمېنې نوي ډهلي کې جشن جوړ کړى و.

د سلما بند چې د افغان- هند دوستي په بند هم شهرت لري، د هرات په چشت شريف ولسوالۍ کې د هندوستان په مالي مرسته جوړ شو او څه موده وړاندې د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي او افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانيستل شو.

هغه خبرپاڼه چې نن د اوبو او برېښنا وزارت له لوري خپره شوې ده، کاږي چې د افغانستان –هند دوستي بند د کابل او نوي ډهلي تر منځ د اړيکو نوى باب پرانيستى دى او په اوسني دور کې د اسيا دواړو تاريخي هېوادونو تر منځ د اړيکو اصلي محور ګرځېدلى دى.

تېره ورځ د هندوستان د اوبو منابعو وزارت له لوري، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني، د دغه وزارت لوړ پوړو چارواکو، د افغانستان ځانګړي پلاوي او د هند لوړ پوړو چارواکو په ګډون نوي ډيلي کې پرتمين جشن جوړ شو.

سرچينې زياته کړې ده چې دغه پرتمين جشن کې افغان پلاوي ته جايزې او ډالۍ ورکړل شوې او هندي چارواکو په ځانګړې توګه د دغه هېواد د اوبو منابعو وزير او د بهرنيو چارو وزير، له افغانستان سره د هندوستان د نږدې او پراخو همکاريو په اړه بحث وکړ.

د دغو مراسمو په پيل کې د افغان پلاوي مشرتابه، انجينر علي احمدعثماني وويل: "دا جشن يوازې د افغان –هند دوستي بند پرانيستل نه دي، بلکې د " دوو سترو ملتونو د دوستي" جشن دى، د دواړو هېوادونو د زړورو ولسونو جشن دى او د نړۍ د سترې او ځوانې ډيموکراسۍ جشن دى."

نوموړي د افغان دولت او خلکو په استازيتوب خپلې ژورې نېکې هيلې هندوستان دولت ته د ياد هېواد د غوره خدمتونو په بدل کې چې د افغانستان د پراختيا په اړه يې ترسره کړي دي وړاندې کړې او ويې ويل: "د افغان ولس پخوانۍ هيله يې پر واقعيت بدله کړې ده."

عثماني زياته کړه چې تاريخ د هندي انجينرانو مېړانه چې سرښندنه يې کړې ده په خپله سينه کې ساتي او تاريخ د دواړو هېوادونو ترمنځ هڅې او دوستانه تړاو په ياد ساتي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير د هندوستان له بهرنيو چارو وزارت، د اوبو منابعو له وزارت، واپکاس شرکت او همکارو شرکتونو او د سلما بند جوړولو کې له ټولو ښکېلو خواوو څخه مننه وکړه.

وروسته، د هندوستان د اوبو منابعو وزيرې مېرمن اوما بهارتي د افغانستان او هندوستان د تاريخي او معنوي اړيکو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، د هند له لوري په افغانستان کې له پراختيايي فعاليتونو ور ها خوا، دواړو هېوادونه د اړيکو ژورې رېښي چې د تاريخ په زړه کې يې ځغلوي دي، خپلو کې پاللي دي چې بېلګه يې هندوستان کې د چشتي عارفانو شتون دى.

نوموړې زياته کړه چې چشتي عارفان له هرات څخه راپاڅېدلي دي او دا مهال د هندوستان په پراخو سيمو کې خواره واره دي او له پخوا کلونو څخه خواجه معين الدين چشتي، خواجه اجمير او د چشتې طريقې نور عارفان په هندوستان کې د چشتې طريقې په خپرولو کې رول لوبولى دى چې دا دواړو هېوادونو تر منځ د ژورو معنوي اړيکو ښه بېلګه ده.

له دې وروسته د هندوستان د بهرنيو چارو وزېرې مېرمن سوشما خبرې وکړې او ويې ويل: "هېواد به يې د غره په څېر د افغانستان تر څنګ ودرېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.