ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه وژل شوي پولیس بېوزله کورنۍ جدي مرستې ته اړتیا لري

د يوه وژل شوي پولیس بېوزله کورنۍ جدي مرستې ته اړتیا لري

author avatar
23 Jun 2016 - 10:50
د يوه وژل شوي پولیس بېوزله کورنۍ جدي مرستې ته اړتیا لري
author avatar
23 Jun 2016 - 10:50

کندهار (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٥): د يوه پوليس کونډه شکايت کوي چې اقتصادي وضعيت يې دومره خراب دى چې له همدې امله ډېر وخت پشلمی نه کوي.

شازيه هغه کندهارۍ مېرمنه ده چې د ماين يوې چاودنې خاوند ورڅخه اخيستى او دا يې اړه کړې چې هم د خپلو وړو اولادونو ساتنه او پالنه وکړي او هم هغوى ته نفقه پيدا کړي.

دغه ٣٨ کلنه مېرمن اوس د کندهار ښار په چهارسو کې د سړک پر غاړه سوځوونکي لمر ته ناسته وي او له کورونو راټولې شوې زړې جامې پلوري.

دا وايي، د خاوند له وژل کېدو وروسته پرې هومره کړاوونه او خوارۍ راغلل چې څوک به يې هم تاب را نه وړاى شي.

نوموړې وويل خاوند يې د خلکو د امنيت ساتلو په لار کې داسې قرباني ورکړه چې ان هغې يې جسد هم ونه ليد، خو له بده مرغه چې وروسته بيا نه حکومت او نه هم خلکو د هغې پر حال ځان خبر کړ.

شازيې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، خاوند يې له دې ډېر لرې په زابل ولايت کې د پوليسو په ليکو کې دنده لرله او دا دى څلور کلونه وشول چې ورڅخه تري تم شوى.

هغې زياته کړه، د خاوند په ژوندون يې هم ښه ژوند نه درلود؛ ځکه هغه به مياشتې مياشتې په دنده کې و او ډېرې لږې شپې به کور ته په رخصتۍ راته.

خو دا وايي بيا هم په هغه ډاډه وه او د زړه دنيا يې پرې ودانه وه.

د دې په خبره، ډېر مهال به يې له ځان سره فکر کاوه چې خاوند يې د خپلې خاورې او خلکو د ساتلو لپاره له دې او اولادونو ځان لرې کړى دى، نو ځکه دا بايد دغه حالت وزغمي.

شازيې زياته کړه، له هغه وخت راهيسې چې خاوند يې وژل شوى، د هيلو دنيا يې ورانه شوې او داسې ګڼي چې ګواکې په ژوندون مړه شوې ده.

هغې د خپل خاوند د تري تم کېدو کيسه داسې پيل کړه: ((دا د څلورو کالو مخکې خبره ده، خاوند مې په زابل کې پوليس و، په دوو- دريو مياشتو کې به څلور- پنځه شپې کور ته راتلو، خو په اخري ځل پر له پسې څو مياشتې وځنډېد او بيا هېڅ رانغى، هغه د ماين په چاودنه کې داسې ټوټه ټوټه شوى و چې ما يې جسد هم ونه ليد.))

دا مهال د شازيې زړه ښه راډک شوى و او پر مخ يې د اوښکو غټو څاڅکو لاره کړې وه، هغې په همدې حال خپلو خبرو ته دوام ورکړ او ويې ويل: ((په هغه ورځ د کندهار- کابل پر لار د خلکو پر موټر چاودنه شوې وه، خاوند مې له خپلو نورو ملګرو سره يو ځاى د هغوى مرستې ته ور روان و چې په لار کې پر دوى هم چاودنه وشوه او ټول نيمه خوا شول.))

هغې دا مهال خپل دواړه لاسونه لپه کړل، پورته يې وکتل او زياته يې کړه: ((لوى خداى دې دا بدمرغه جنګ نېست او نابود کړي، ډېرې کورنۍ يې تباه کړې، ډېرې ميندې يې کونډې او بورې کړې نور دې خداى په وطن کې سوله راولي.))

دغه مېرمن وايي، له خاونده څلور کوچني اولادونه دوه زامن او دوې لوڼې ورپاتې دي او په خپل کمزوري وجود يې د هغوى ساتنې او پالنې ته اوږه ورکړې ده.

د دې په خبره، د خاوند له وژل کېدو وروسته ورسره هېچا هم مرسته ونه کړه او نه يې د هغې په حال ځان خبر کړ.

 

شازيه وايي، هم يې خاوند دوستان او خپلوان لري او هم دا، خو يو هم د دې لاسنيوى نه کوي؛ ځکه خو دا مجبوره شوې چې په خپله هم کار وکړي او هم اولادونه وساتي.

 

هغې له سوزه په ډک غږ وويل: ((په ١٣٠٠ افغانۍ مې يو خرابه کور کرايه کړى دى، اول مې شپه او ورځ پر ځان يوه کړې وه، د ستنې کار مې کاوه، خو کله به پيدا کېده او کله نه، اخر مې يوه بل کار ته لاس واچوه، له کورونو زړې جامې راټولوم او بيا يې په چهار سو بازار کې د سړک پر غاړه خرڅوم او له دې لارې خپلو اولادونو ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا کوم.))

 

د دې په خبره، اولادونه يې واړه دي، يو وړوکى زوى له ځان سره کار ته بيايي او نور د خپلو ګاونډيانو کره پرېږدي؛ ځکه دا څوک نه لري چې اولادونه يې خوندي کړي.

 

نوموړې له حکومت او خلکو غوښتنه وکړه چې د دې پر حال ځان خبر کړي او لاسنيوى يې وکړي.

 

هغې د روژې مياشتې ته په کتو د اوښکو په بدرګه يادونه وکړه چې د غربت او بې وسۍ له امله يې ډېرې روژې له پشلمي پرته نيولې، په داسې حال کې چې د کندهار په دې سوځوونکې ګرمۍ کې روژه ډېره سخته ده.

 

چارواکي وايي، په کندهار کې د بل هر ولايت په پرتله د جګړې قربانيان ډېر دي؛ ځکه دغلته په تېرو کلونو کې تر ټولو ډېرې جګړې شوې او ډېرې کورنۍ يې له ناخوالو سره مخ کړي دي.

 

د کندهار د ښځو چارو رييسه مېرمن رقيه اڅکزۍ وايي، په دغه ولايت کې په زرګونو داسې مېرمنې شته چې جګړو او د ماين چاودنو ورڅخه خاوندان، ځوان زامن او د کورنۍ نور غړي اخيستي او دا مهال له کړاوونو ډک ژوند تېروي.

 

هغې زياته کړه، له بده مرغه چې د جګړې لومړۍ قربانيانې مېرمنې دي، ځکه په جګړو او چاودنو کې چې هر څوک ژوند له لاسه ورکوي مېندې او مېرمنې يې بې سرپرسته کېږي.

د دې په وينا، په افغاني ټولنه کې د مېرمنو ژوند په نارينه وو پورې تړلى، که کوم نارينه خپل ژوند له لاسه ورکوي نو د مېرمنو ژوند يې هم ورسره بدمرغه کېږي.

 

اڅکزۍ دا هم وويل چې د کندهار د ښځو چارو رياست تل هڅه کړې له بېلابېلو لارو له دغه راز بې وسو او جنګ ځپلو مېرمنو سره مرستې وکړي او هغوى د دې جوګه کړي چې کار وکړي او خپل ژوند په خپله په پښو ودروي.

 

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک هم وايي چې جګړې ډېرې کورنۍ، په ځانګړې توګه ماشومان او مېرمنې له ستونزو او ناخوالو سره مخ کړي دي.

 

خو هغه يادونه وکړه چې په اوسنيو سختو شرايطو کې دا ډېره ګرانه ده چې له ټولو سره دې په اوږدمهالې توګه مرستې وشي.

 

ده زياته کړه، له دې سره سره د کندهار ولايتي ادارې هڅه کړې چې شتمن خلک وهڅوي، څو له جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وکړي او له هغوى سره د خپل ژوند په بيا جوړولو کې مرسته وکړي.

 

کندهار د هېواد له هغو ولايتونو دى چې د تېرو کلونو په جګړو کې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د کورنيو پاته غړي يې دا مهال د ستونزو او کړاوونو ډک ژوند تېروي.

 

د جګړې دغه قربانيان په لومړي ګام کې د سولې او بيا د حکومت او خلکو  د لاسنيوي په هيله دي او ګيله کوي چې هغوى هېر کړاى شوي دي.

 

Visits: 11

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.