ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسشمر غني د پاکستان په غوښتنه د ياد هېواد له ولسمشر سره ليدنه کوي

ولسشمر غني د پاکستان په غوښتنه د ياد هېواد له ولسمشر سره ليدنه کوي

author avatar
23 Jun 2016 - 15:43
ولسشمر غني د پاکستان په غوښتنه د ياد هېواد له ولسمشر سره ليدنه کوي
author avatar
23 Jun 2016 - 15:43

کابل (پژواک،٣ چنګاښ ٩٥): د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو له پيکه کېدو او تورخم کې له نښتو وروسته، د هېواد د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې ښايي د دواړو هېوادونو ولسمشران د پاکستان په غوښتنه د شانګهاى غونډې په څنډه کې په خپلو کې ليدنه وکړي.

د هېواد ولسمشرمحمد اشرف غني، نن غرمه د يودولتي لوړپوړي پلاوي په مشرۍ  د شانګهاى همکاريو سازمان په شپاړسمه غونډه کې د ګډون په موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته روان شو.

 د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد شکيب مستغني نن کابل کې يوې خبري غونډه کې وويل چې د پاکستان له خوا غوښتنه شوې څو افغان ولسمشر د ياد هېواد له ولسمشر سره ملاقات وکړي؛ خو سره له دې چې د ولسمشرغني سفر په اجنډا کې داسې ليدنه تنظيم شوې نه ده؛ دا شونتيا شته چې دا ملاقات ترسره شي.

د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ د تورخم فرضي کرښه باندې له څو ورځو نښتو څخه وروسته ، د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ترينګلې شوې او له يادو نښتو څخه  وروسته دا لومړى ځل دى چې د دواړو هېوادونو ولسمشران خپلو کې ملاقات کوي.

 مستغني زياته کړه چې په دې غونډه کې به  د ولسمشر د خبرو محور اقتصادي، امنيتي او د تروريزم پر وړاندې مبارزه  کې  پر سيمه ييزو همکاريو خبرې وشي .

نوموړي وويل چې د هېواد ولسمشر به د شانګهاى همکاريو سازمان دې شپاړسمې دوه ورځينۍ غونډه کې د خپل ګډون ترڅنګ د چين، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ترکمنستان له مشرانو سره هم دوه اړخيزې ليدنې تر سره کړي.

 له ولسمشرسره په دې سفر کې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر، د ملي امنيت عمومي مشر محمد معصوم ستانکزى، د مرکزي اسيا په چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد شاکر کارګر، د پاکستان لپاره د افغانستان سفير او ددې هېواد ځانګړى استازى حضرت عمرزاخېلوال، د جمهوري رياست د چارو لويې ادارې مشر عبدالسلام رحيمي او د ولسمشر وياند محمد هارون چخانسوري ملتيا کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.