ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې یوه خصوصي مرکز د لسګونو روږدو درملنه پیل کړې

په هلمند کې یوه خصوصي مرکز د لسګونو روږدو درملنه پیل کړې

author avatar
23 Jun 2016 - 12:53
په هلمند کې یوه خصوصي مرکز د لسګونو روږدو درملنه پیل کړې
author avatar
23 Jun 2016 - 12:53

لښکرګاه (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۵): په هلمند ولايت کې په شخصي لګښت پر نشه يي توکو د لسګونو روږدو درملنه پيل شوې ده.

پر نشه يې توکو د اخته کسانو دغه مرکز د لښکرګاه ښار د ساپيانو په سيمه کې د حاجي ولي بارکزي په نوم يو تن جوړ کړى دى.

د دغه مرکز مسوول عبدالرحيم چې لس کاله پر نشه يې توکو اخته و، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه مرکز کې د ١٤٠ کسانو درملنه روانه ده.

هغه وويل: ((د دغه مرکز لګښت حاجي ولي بارکزى ورکوى، بارکزي خپله هم لس کاله هيروئين څکلي دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، بارکزي له ښار څخه ٢٥٠ تنه پر نشه يې توکو اخته کسان را ټول کړي وو، چې يو شمېر تر درملنې وروسته رخصت شول او ١٤٠ تنه يې اوس پاتي دي.

عبدالرحيم وايي چې پر نشه يې توکو د اخته کسانو درملنه د يوې اتحاديې په توګه پيل شوې ده.

هغه وويل: ((دغه ډول مرکزونه په فراه او هرات ولايتونو کې هم شته د هغه لګښت يو بل سوداګر ضيا فيضي ورکوي چې هغه خپله هم معتاد و.))

عبدالرحيم زياتوي: ((موږ  دغه کسانو ته  درمل نه ورکوو، یواځې  د نشه يې توکو د اضرارو  کتابونه  ورته لولو،  د خمار کیدو پرمهال يې یوه لوی د سړو اوبو حوض ته کښته کوو، بس په همدي ډول سره مو چارې پرمخ  ځي او نتيجه يې هم ورکړې ده.))

د ده په وينا، د دغه مرکز ټوله سرپرستي هغه کسان کوي چې پخوا پر نشه يې توکو اخته وو.

ده وويل: ((د دغو کسانو په کوم درد چې موږ پوهېږو، نه ډاکتر پوهېږي او نه هم بل څوک او موږ يې ښه درملنه کولاى شو.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه مرکز کې پر نشه يې توکيو اخته کسانو ته مکلف خواړه، د ويده کېدو ځاى او نور اړينې اسانتياوى برابرې شوې دي.

د ده په خبره، کوم کسان چې له دغه مرکزه رخصت شوي بيا يې نشه يې توکو ته مخه نه ده کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.