فيض اباد (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): د بدخشان د کرنې رياست په دغه ولايت کې د پستې ځنګلونو د بيا رغونې خبر ورکوي او وايي چې اوسمهال د دغه ولايت په پنځو ولسواليو په سل هکتاره ځمکو کې د پستې ونو د بيا کرنې کار دوام لري.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، پخوا د دغه ولايت نږدې ٣٠ زره هکتاره ځمکه د پستې ځنګلونو نيولې وه، خو د جګړې په کلونو کې يې ٣٠ سلنه له منځه تللې ده.
د بدخشان د کرنې رياست د طبيعي سرچينو امر نورمحمد، ځنګلونه د هېواد پانګه بولي او وايي چې اوسمهال د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د پستې ځنګلونو د بيا رغونې کار روان دى.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، هڅه کوي چې دغه ملي پانګه به بيا ورغوي، څو له يوې خوا د کروندګرو عوايد لوړ شي او بلخوا د سيمې د زرغونتيا او ځمکې د ويجاړۍ د مخنيوي سبب ګرځي.
د هغه په خبره، د پستې د زړو مخامخ کرنه له ١٣٩١ کال نه تر اوسه پورې د کرنې رياست له لوري په يفتل پايان، شهر بزرګ، ارګو، درايم او کشم ولسواليو کې ادامه لري او هر کال يې د پسرلي په درېيو مياشتو کې خړوبوي.
د بدخشان د کرنې رياست د طبيعي سرچينو امر وويل چې په روان کال کې د پستې د زړو ٢٠ زره پلاستيکي کڅوړې په يادو شوو ساحو کې خښې شوې.
هغه زياته کړه:((نږدې ٥٠ سلنه کار يې تر سره شوى او ټاکل شوې چې د روان کال تر مني پورې يې کار بشپړ او په ځنګلونو کې کېنول شي.))
نوموړي په ورته وخت کې وويل چې له ١٣٩١ کال نه تر اوسه پورې د پستې ٤١ زره نيالګي په ځنګلونو کې کېنول شوي او دا لړۍ روانه ده.
د سرچينې په خبره، دا نيالګي د ځايي خلکو او د کلو د پراختيايي شوراګانو له لوري ساتل کېږي.
د يفتل پايان ولسوالۍ اوسېدونکي عزيزالله د پستې ځنګلونو بيا رغونه د خلکو لپاره يوه حياتي پروژه بولي او وايي:((له دې سره به خلک حاصلات تر لاسه کړي او د اقتصاد کچه به لوړه شي، بلخوا زموږ د سيمې په زرغونتيا کې هم رول لري.))
د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکى شرف الدين هم وايي چې د بيا رغول شوو ځنګلونو د ساتنې لپاره زياته هڅه کوي له کرنې رياست سره ښه همکاري لري.
نوموړي هم د کرنې، اوبو لګولو او مال لرلو ادارې له دې نيم اقدام هر کلى او ملاتړ وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن