ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٥کلن ماشوم: موخې ته په رسېدو کې مې درانه کارونه خنډ دي

١٥کلن ماشوم: موخې ته په رسېدو کې مې درانه کارونه خنډ دي

author avatar
25 Jun 2016 - 14:43
١٥کلن ماشوم: موخې ته په رسېدو کې مې درانه کارونه خنډ دي
author avatar
25 Jun 2016 - 14:43

کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٥): ١٥ کلن ماشوم چې درنو کارونو يې د ژوند يوازېني هدف ته د رسېدو مخه ډپ کړې ده وايي چې ځيني بنسټونه او رسنۍ د خپلو نمايشي کارونو له لارې؛ ماشومان د خپل ژوند اړتياوو پورو کولو وسيله ګرځولي دي.

دا ماشوم علي نومېږي او د ژوند ٩ کلونه يې د درس او تعليم تر څنګ د موټرو په تخنيکي روزنه کې تېر کړي دي.

علي مو د موټرونو رغولو يو ورکشاپ کې په داسې حال کې وموند چې له موټر څخه لاندې په خيرنه څېره او لاسونو او سوې ساه راووت.

د دغه ماشوم سترګو شاوخوا داسې تورې حلقې راتاو شوې چې ګواکي په بدن کې دننه له يو ستر درد څخه کړېږي، لاسونه یې سره موښل څو خاورې ترې لري شي او  نه احساسېدونکې موسکا يې پر شونډو ځغلي او دا ښيي چې خوښ و څو ورسره خبرې پیل کړو.

هغه خپل نوم علي ښيي او زياتوي چې له شپږو کلنو راهيسې په دې ځاى کې کار کوي.

نوموړى وايي، کله يې چې لومړى دغه کار پيل کړ دوکان کې به يې له ميخانيکي وسايلو سره لوبې کولې، څو کاله د خپل دغه کار له امله وهل ټکول شوى دى او په خپلو نازکو اننګو يې د هغه مهال څاپېړو درد احساس کړى دى.

په داسې حال کې چې د علي په څېره کې ربړ او اندېښنه له ورايه ښکاره وه، خپلو خبرو ته يې دوام ورکړ او ويې ويل دا چې د زيات کړاو او غم او د تېلو او مبلايلو او د نورو مسموم کوونکو تېلو تيز بويونه يې بوی کړي دي له نورو شاګردانو څخه يې کار غوره زده کړى دى او په بدل کې یې يوه اندازه پيسې هم ترلاسه کوي.

علي وايي چې ١٥ کلن دى او د غازي محمد اکبرخان ښوونځې د اتم ټولګي زده کونکى دى، له مور او د کورنۍ څلورو نورو غړو سره چې له ده څخه واړه دي د کابل ښار شهرارا په سيمه کې يو زوړ کور کې د پنځو زرو افغانيو کرايې په بدل کې ژوند کوي.

نوموړى په داسې حال کې چې نرمه موسکا يې پر شونډو ښکاره وه زياته کړه چې د کور کرايه برابرول او د کورنۍ اړتياوو پوره کول ورته ستونزمن دي.

دا هلک چې کورنۍ ته یې يوازېنى نفقه راوړونکى دى  او غواړي په راتلونکي کې انجينر شي پژواک خبري اژانس ته وويل: "د کارونو زياتوالي او زياتو کاري مسووليتونو له امله ناشونې ده چې خپلې موخې ته ورسېږي."

علي د خپلو خبرو په دوام له ځينو رسنيو او بنسټونو چې د ماشومانو په وړاندې يې کارونه نمايشي دي، ګيله من دى.

دې ماشوم د کومې رسنۍ او يا بنسټ نوم وا نه خيست خو د ماشومتوب په ژبه يې وويل :" وايي دا دفترونه له بهرنيانو څخه زياتې پېسې اخلي څو له افغان ماشومانو سره مرسته وکړي خو هېڅ کار نه کوي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.