شبرغان ښار (پژواک،٦ چنګاښ ٩٥): د جوزجان سيمه ييز مسوولين وايي چې طالبان د درزاب- شبرغان د لويې لارې په اوږدو کې د خوراکي توکو له لېږدوونکو موټرو پيسې اخلي؛ خو طالبان بيا دا خبر ردوي.
د درزاب ولسوال رحمت الله حشر وويل چې طالبانو د درزاب ولسوالۍ، قوش تپه او شبرغان لارې په اوږدو کې څو ځايه پوستې جوړې کړې دي او موټر چلوونکي له خپلې خوښې سره سم جريمه کوي او له هر موټره د بار په اندازه پيسې اخلي.
نوموړي زياته کړه: "دې مسئلې ددې ولسوالۍ خلک چې بې وزلي دي، په ستونزو کې ښکېل کړي او د هغوى ژوند يې له ننګونو سره مخ کړى دى."
هغه وويل، د درزاب ولسوالۍ هټۍ وال چې طالبانو ته د جريمې پيسې ورکوي، د خوراکي توکو پر بيو يې ور زياتوي او په دغه کار سره د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي دي.
په ورته وخت کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له شته ستونزو او د خوراکي توکو د نرخونو له لوړېدو سر ټکوي.
هغوى وايي چې په لوړو بيو د خوراکي توکو پېرلو توان نه لري.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالقدوس وايي چې طالبان د دې ولسوالۍ لارې په اوږدو کې خلک ځوروي او ربړوي.
هغه له دولت څخه وغوښتل څو دا ستونزه هواره کړي.
نوموړي وويل: "دلته د خوراکي توکو بيې دوه برابره شوې دي، دا موضوع د بې وسه کسانو لپاره يوه جدي ستونزه ده."
د قوش تپه ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالصمد هم په دې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو د نرخونو له لوړېدو شکايت کوي او وايي چې په دوو وروستيو مياشتو کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.
هغه زياته کړه: "له دې وړاندې د يو پنځه کيلويي کوتي غوړو بيه ٥٠٠ افغانۍ وه؛ خو اوسمهال يې نرخ له ٩٠٠ – ١٠٠٠ افغانيو پورې لوړ شوي او په ټوله کې د پاتې نورو خوراکي توکو بيې همدا شان لوړې شوي دي."
هغه وويل، کله چې د نرخونو لوړېدو لامل له دوکاندارانو څخه پوښتي، دا ځواب ترلاسه کوي چې طالبان د لويې لارې په اوږدو کې پيسې اخلي، طالبانو ته ورکړل شوې پيسې بايد پر اصلي نرخونو باندې ور واچول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن