د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مسوولين: طالبان د درزاب- شبرغان د لويې لارې له بار وړونکو موټرو پيسې اخلي

مسوولين: طالبان د درزاب- شبرغان د لويې لارې له بار وړونکو موټرو پيسې اخلي

Jun 26, 2016 - 14:58

شبرغان ښار (پژواک،٦ چنګاښ ٩٥): د جوزجان سيمه ييز مسوولين وايي چې طالبان د درزاب- شبرغان د لويې لارې په اوږدو کې د خوراکي توکو له لېږدوونکو موټرو پيسې اخلي؛ خو طالبان بيا دا خبر ردوي.

د درزاب ولسوال رحمت الله حشر وويل چې طالبانو د درزاب ولسوالۍ، قوش تپه او شبرغان لارې په اوږدو کې څو ځايه پوستې جوړې کړې دي او موټر چلوونکي له خپلې خوښې سره سم جريمه کوي او له هر موټره د بار په اندازه پيسې اخلي.

نوموړي زياته کړه: "دې مسئلې ددې ولسوالۍ خلک چې بې وزلي دي، په ستونزو کې ښکېل کړي او د هغوى ژوند يې له ننګونو سره مخ کړى دى."

هغه وويل، د درزاب ولسوالۍ هټۍ وال چې طالبانو ته د جريمې پيسې ورکوي، د خوراکي توکو پر بيو يې ور زياتوي او په دغه کار سره د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي دي.

په ورته وخت کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له شته ستونزو او د خوراکي توکو د نرخونو له لوړېدو سر ټکوي.

هغوى وايي چې په لوړو بيو د خوراکي توکو پېرلو توان نه لري.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالقدوس وايي چې طالبان د دې ولسوالۍ لارې په اوږدو کې خلک ځوروي او ربړوي.

هغه له دولت څخه وغوښتل څو دا ستونزه هواره کړي.

نوموړي وويل: "دلته د خوراکي توکو بيې دوه برابره شوې دي، دا موضوع د بې وسه کسانو لپاره يوه جدي ستونزه ده."

د قوش تپه ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالصمد هم په دې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو د نرخونو له لوړېدو شکايت کوي او وايي چې په دوو وروستيو مياشتو کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

هغه زياته کړه: "له دې وړاندې د يو پنځه کيلويي کوتي غوړو بيه ٥٠٠ افغانۍ وه؛ خو اوسمهال يې نرخ له ٩٠٠ – ١٠٠٠ افغانيو پورې لوړ شوي او په ټوله کې د پاتې نورو خوراکي توکو بيې همدا شان لوړې شوي دي."

هغه وويل، کله چې د نرخونو لوړېدو لامل له دوکاندارانو څخه پوښتي، دا ځواب ترلاسه کوي چې طالبان د لويې لارې په اوږدو کې پيسې اخلي، طالبانو ته ورکړل شوې پيسې بايد پر اصلي نرخونو باندې ور واچول شي.

نوموړي زياته کړه که د شبرغان – قوش تپه او درزاب ولسوالۍ لويې لارې په اوږدو کې امنيت تامين نه شي او د طالبانو د فعاليت مخه و نه نيول شي، راتلونکي ژمي کې به نرخونه درې برابره لوړ شي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ددې ادعاګانو په ردولو سره وايي چې دا موضوع واقعيت نه لري او تبليغ دى چې د دولت لوري د طالبانو پر ضد ترسره کېږي.

مجاهد په ليکلي پيغام کې ويلي چې هېڅ طالب د داسې کار کولو جرئت نه لري او که د طالبانو په ليکو کې کوم کس داسې کار وکړي له هغه سره به کلک چلند وشي او د طالبانو له صف څخه به واېستل شي.

د جوزجان والي وياند محمد رضا غفوري د دې ستونزې په تاييد سره وويل چې تر اوسه ياده ولسوالۍ کې عمليات نه دي ترسره شوي؛ خو په پام کې ده چې امنيتي ځواکونه په درزاب او قوش تپه ولسواليو کې چاڼيز عمليات په لار واچوي.

نوموړي زياته کړه چې طالبان کله ناکله د دې ولسوالۍ لويې لارې په اوږود کې موټرونه دروي او بې دفاع خلک ځوروي ، خو ډېر ژر به د هغوى د فعاليت مخه ونيول شي.

درزاب او قوش تپه د شبرغان ښار لويديځ لور ته ١٥٠ کيلومتره لرې پرتې ولسوالۍ دي او د جوزجان له ناامنو ولسواليو څخه ګڼل کېږي، طالبان په دې سيمو کې شتون لري او خپل دولتي ضد فعاليتونو ته دوام ورکوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement