لښکرګاه (پژواک، ٦ چنګاښ ٩٥): د هلمند امنيه قوماندان د دغه ولايت په مرکز لښګرګاه او دوو ولسواليو کې د نږدې ٣٠ طالبانو د وژلو ادعا وکړه.
امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز د چنګاښ په ٦مه د خبري غونډې په ترڅ کې وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو د هلمند د ناوې ولسوالۍ په شورشرک سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې بريد وکړ.
ده زياته کړه، د امنيتي ځواکونو له لوري په ځوابي ډزو کې اته طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
هغه وايي: ((د دوو طالبانو جسدونه او وسلې امنيتي سرتېرو له ځانه سره راوړي او د نورو طالبانو جسدونه هغوى په خپله وړي دي.))
د ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل احمدشاه سالم هم پژواک ته ياده جګړه تاييد کړه او ويې ويل: ((طالبانو بېګا دلته بريدونه وکړل، خو ځکه له ماتې سره مخامخ شول چې موږ دلته بلنداژونه جوړ کړي او طالبان نه شي کولاى په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې پيدا کړي.))
دغه راز امنيه قوماندان کينتوز وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په مرکز لښکرګاه او مارجې ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
د ده په وينا، په دې بريدونو کې شل طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي.
کينتوز وايي، په يادو دواړو بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د ناوې د پوليسو يوې سرچيني پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په نښته کې يو پوليس هم ټپي شوى دى.
وسله والو طالبانو هم د مارجې جګړه تاييد کړې ده.
دې ډلې په خپله ويبپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو د مارجې په زقوم سيمه کې د لښکرګاه-مارجې د لويې لارې په اوږدو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
سرچينه کاږي، په دغو بريدونو کې طالبانو درې پوستې نيولي او ١٩ امنيتي سرتېري په کې وژل شوي دي. همداراز دوه طالبان هم په کې وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن