ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امو سیند نورې ځمکې لاندې کړې دي

امو سیند نورې ځمکې لاندې کړې دي

author avatar
28 Jun 2016 - 15:08
امو سیند نورې ځمکې لاندې کړې دي
author avatar
28 Jun 2016 - 15:08

تالقان (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٥): د تخار، بدخشان او کندوز ولايتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې امو سيند يې سلګونه جريبه ځمکه، کورونه او باغونه ويجاړ کړي دي.

د تخار د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي مالک خان د چنګاښ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو دریو کلونو کې یې د امو سیند شل جریبه ځمکه، باغ او يو کور ویجاړ کړي دي.

نوموړی وايي: ((هغه کورونه، ځمکې او باغونه چې د امو سیند پر غاړه وو ټول له منځه تللي، د اموسیند اوبه د ښار په لوری روانې دي، ډېر ورانی یې کړی، او دولت مو هم پوښتنه نه کوي چې مخه یې ونیسي.))

دغه راز د دغه ولايت د خواجه غار ولسوالۍ اوسېدونکي احمد مسلم هم وويل چې امو سيند په دې ولسوالۍ کې هم ډېرې ځمکې لاندې کړې دي.

ده له دولت غوښتنه وکړه چې هر څه ژر د دې ستونزې مخه ونيسي کنه ډېر لوى بشري ناورين به رامنځته شي.

په همدې مهال د تخار ولايت د اوبو د پنځمې حوزې رییس انجنیر رحمت الله صیفي پژواک ته وويل چې د امو سيند په دغه ولایت کې لسګونه زره جریبه کرنیزې ځمکې، باغونه او کورونه ویجاړ کړي دي.

هغه وايي چې امو سيند په تخار ولايت ١٢٠ کيلومټره اوږدوالى لري خو دوى يواځې توانيدلي چې د دې سيند په غاړه ٥،٦ کيلومټره استنادي ديوال جوړ کړي.

دغه راز د بدخشان ولایت اوسېدونکي عبدالحکیم پژواک ته وويل چې امو سیند سږ کال په لسګونو کیلومتره کرنیزه ځمکه، کورونه او باغونه ویجاړ کړي او لسګونه زره جريبه نوره کرنيزه ځمکه، کورونه او باغونه د دې اوبو له ګواښ سره مخ دي.

نوموړی وايي: ((دغه ستونزه هغه مهال پیدا شوه چې تاجکستان لوری خپله خوا ټینګه کړه او اوبو زموږ خوا ته مخه وکړه، سخت ورڅخه په تنګ یو، یو شمېر کورنۍ هم د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.))

د بدخشان د اوبو د پنځمې حوزې مشر انجنیر عبدالبصیر قانت پژواک ته وويل چې اموسیند په شغنان، واخان، شکاشم، درواز او یو شمېر نورو ولسوالیو او سیمو کې ګڼ مالي زیانونه اړولي او ځنګلونه، کرنیزې ځمکې او باغونه یې له منځه وړي دي.

بدخشان ولایت له واخانه تر شهر بزرګه پورې تاجکستان سره ۸۵۰ کیلومتر اوبیزه پوله لري چې د ۵ برې حوزې د رییس په خبره د اوبو او برښنا وزارت تر اوسه توانیدلی، يواځې د سيند د غاړې په نهو کيلومټرو کې استنادي ديوال جوړ کړي.

قانت زیاتوي: ((په منځنی ډول یو کیلومتر د سیند د غاړې کلکول یو ميلیون ډالر لګښت غواړي ګر چې دومره امکانات نشته خو موږ بیا هم هڅه کوو چې زیانمنونکې سیمې کلکې کړو.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.