ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د رشیدانو ولسوالۍ د محکمې رییس په کابل ښار کې ووژل شو

د غزني د رشیدانو ولسوالۍ د محکمې رییس په کابل ښار کې ووژل شو

author avatar
28 Jun 2016 - 11:02
د غزني د رشیدانو ولسوالۍ د محکمې رییس په کابل ښار کې ووژل شو
author avatar
28 Jun 2016 - 11:02

کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۵): امنيتي چارواکي وايي چې ناپېژندو وسله والو په کابل ښار کې د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د  محکمې رييس پر ډزو وژلی دى.

د کورنيو چارو وزارت د ۱۱۹ شمېرې مسوول مل پاسوال همايون عيني د چنګاښ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوولس نیمې بجې ناپېژندو وسله والو د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د استيناف محکمې رييس بخت ګل په خپل کور کې پر ډزو وژلى دی.

هغه زياته کړه: ((دغه پېښه د کابل ښار د پنځمې ناحيې د دېوان بيګي په سيمه کې رامنځته شوې ده.))

د عيني په وينا، نوموړی په ټپي حالت کې روغتون ته لېږدول شوى و خو د ژورو ټپونو له امله يې وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.

ده وويل چې تر بريد وروسته بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي خو د معلومولو په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.

دغه راز د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم ياده پېښه پژواک ته تاييد کړه.

هغه هم وويل چې دغه پېښه تېره شپه د کابل ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې شوې ده.

قاضي بخت ګل داسې مهال وژل کېږي چې په دې وروستيو کې د ميدان وردګو له استيناف محکمې څخه د غزني رشيدانو ولسوالۍ قضايي برخې ته تبديل شوى و خو تر اوسه يې هلته دنده نه وه ترسره کړې. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.