ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ځيني کروندګر د هندواڼو او خټکیو له حاصلاتو نا خوښ دي

د هلمند ځيني کروندګر د هندواڼو او خټکیو له حاصلاتو نا خوښ دي

author avatar
28 Jun 2016 - 13:03
د هلمند ځيني کروندګر د هندواڼو او خټکیو له حاصلاتو نا خوښ دي
author avatar
28 Jun 2016 - 13:03

لښکرګاه (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۵): د هلمند يو شمېر کروندګر د هندواڼو او خټکيو له حاصلاتو خوښ نه دي خو وايي چې سږ کال يې د خرڅلاو بازار ښه دى.

د لښکرګاه ښار د بولان په سيمه کې د هندواڼو په مارکېټ کې د ناوې ولسوالۍ يو ګروندګر روزي محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځينو ناروغيو له امله سږ کال يې د هندواڼو او خټکيو د حاصلاتو کچه ټيټه ده.

ده وويل: ((په دې ولايت کې د هندواڼو او خټکيو ډېرو پاليزونو د ژړ او پېس په نوم مرضونه کړي چې له امله يې څلورمه برخه حاصلات کم شوي دي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه ناروغۍ د هلمند د نورو سيمو په پرتله په ناوې او ګرمسېر ولسواليو کې ډېرې ليدل شوې دي.

هغه وايي: ((دولت او ځينې موسسې د کرنې په برخه کې غير مسلکي او نا مسوول کسان تريننګونو او ورکشاپونو ته بيايي چې بيا يې کروندګرو ته هېڅ ګټه نه رسېږي او بيا دغسې حاصلات يې مرض وهي.))

روزي محمد وويل چې له دې ټولو ستونزو سره سره سږ کال د هندواڼو او خټکيو د خرڅلاو بازار ګرم دى.

دا مهال د هلمند د خټيکو او هندواڼو په بازارونو کې يوه غټه هندواڼه له ٥٠ تر ٧٠ افغانيو او يوه وړه هندواڼه ٣٠ افغانيو په شاوخوا کې پلورل کېږي.

دغه راز د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکي محمد بيان هم پژواک ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې د هندواڼو د حاصلاتو کچه ټيټه ده خو د خرڅلاو بازار يې ښه دى.

هغه زياته کړه: ((تر اوسه په سمه توګه د هندواڼو او خټکيو پالېزونه نه دي رسېدلي خو بازار يې ښه ګرم دى.))

هغه وويل چې اوسمهال د هلمند د هندواڼو او خټکيو په بازارونو کې د هرات، کابل، غزني او ځينو نورو ولايتونو سوداګر د هلمند هندواڼې او خټکي په لوړه بيه اخلي او خپله هلمند ته هېڅ نه پاتې کېږي.

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد د پالېزونو د ناروغيو د مخنيوي په برخه کې له کروندګرو سره پوره مرسته وکړي.

دغه راز د ناوې ولسوالۍ ېو بل کروندګر حاجي محمد پژواک ته وويل: ((دا څو کاله کېږي چې زموږ پالېزونه سم حاصل نه ورکوي او نه پوهېږم چې څه وکړو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.