ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” هيله شته چې تقنيني فرمان د وکيلانو د رخصتيو له پيل مخکې نهايي او تاييد شي.”

” هيله شته چې تقنيني فرمان د وکيلانو د رخصتيو له پيل مخکې نهايي او تاييد شي.”

author avatar
29 Jun 2016 - 18:10
” هيله شته چې تقنيني فرمان د وکيلانو د رخصتيو له پيل مخکې نهايي او تاييد شي.”
author avatar
29 Jun 2016 - 18:10

کابل (پژواک ٩ چنګاښ ٩٥): د ملي شورا د دواړو جرګو اداري پلاوي يو شمېر غړي، هيله څرګندوي چې د ټاکنيزو اصلاحاتو تقنيني فرمان برخليک به د شورا د اوړي له رخصتيو وړاندې د مختلط پلاوي له لوري معلوم شي.

 ولسي جرګې د روان کال د غبرګولي په ٢٤ مه د ټاکنيزو کميسيونونو د جوړښتونو، واکونو او دندو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان رد کړ، خو مشرانو جرګې بيا دغه فرمان پرون د يو شمېر تعديلونو په رامنځته کولو سره تاييد کړ.

 د اساسي قانون په ١٠٠ ماده کې راغلي: "که چېرې د يوې جرګې مسوده د بلې له لوري رد شي نو د اختلاف د حل په موخه له دواړو جرګو څخه په مساوي شمېر يو مختلط پلاوى ټاکل کېږي او د ولسمشر له توشېح وروسته د پلاوي پرېکړه نافذه ګڼل کېږي. که چېرې پلاوى ونه کولى شي چې ياد اختلاف حل کړي نو مصوبه رد شوې ګڼل کېږي. په دا ډول حالاتو کې ولسي جرګه کولى شي چې هغه په راتلونکي غونډه کې د دوه ثلث په اکثريت رايو تصويب کړي. دغه تصويب مشرانو جرګې ته له وړاندې کولو پرته د ولسمشر له لوري له توشېح وروسته نافذ ګڼل کېږي."

 د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق وويل، چې ټاکل شوې د دواړو جرګو مختلط پلاوى راتلونکۍ اونۍ خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړي، ځکه د ياد پلاوي غړي د مشرانو جرګې له لوري معرفي شوي دي.

 د هغه په وينا، ياد تقنيني فرمان د افغانستان له برخلک او نظام له مشروعيت سره تړلى او مختلط او ګډ پلاوى بايد د خلکو او ملي ګټو غوښتنو ته په پام سره د اوړي رخصتيو له پيلېدو وړاندې مشخص او نهايي کړي.

 د ملي شورا د اوړي يوه نيمه مياشتنۍ رخصتۍ د زمري مياشتې په لومړۍ نېټه پيليږي.

 دغه راز قرلق هيله څرګنده کړه، څو دغه فرمان د مختلط پلاوي له لوري تاييد شي چې پر بنسټ يې حکومت د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو لپاره اړين چمتووالى په پام کې ونيسي.

 د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان هم وويل، چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ په مختلط پلاوي کې د غړيتوب لپاره څو کسان د يادې جرګې د عمومي ناستې له خوا معرفي شي.

 هغه زياته کړه: "د ولسي جرګې اختصاصي کميسيون د فرمان د تاييد سره موافق دي او ډېره هيله شته چې دغه فرمان نهايي او د دوى له لوري تاييد شي."

 د هغه په وينا، که چېرې مختلط پلاوى راتلونکې اونۍ خپل کار پيل کړي نو د اوړي رخصتيو له پيل وړاندې به د ياد فرمان برخلک معلوم شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.