ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان او کندوز کې ١٥ طالبان وژل شوي

په بدخشان او کندوز کې ١٥ طالبان وژل شوي

author avatar
29 Jun 2016 - 12:02
په بدخشان او کندوز کې ١٥ طالبان وژل شوي
author avatar
29 Jun 2016 - 12:02

کندوز- فيض اباد (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٥): په کندوز او بدخشان ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د تاجکستاني وګړو په ګډون ٢٥ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په باميانو کې د طالبانو يو مهم قوماندان نيول شوى دى.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ، نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د کندز د مرکز په حضرت سلطان سيمه کې له وسله والو مخالفينو د سيمې د چاڼولو په موخه عمليات ترسره شول چې په پايله کې يې ١٥ طالبان ووژل شول او ٨ نور ټپیان شول.

هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې دري امنيتي سرتېري هم ټپیان شوي او ١٧ نور شکمن کسان نيول شوي، درې کلي هم په بشپړ ډول د وسله والو مخالفينو له شتونه پاک شوي دي.

جنګل باغ زياته کړه چې دغه عمليات د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو او پوليسو له خوا د نورو امنيتي ځواکونو په ملاتړ پلان شوي وو.

حضرت سلطان سیمه د کندوز ښار په ٨ کيلومترۍ کې پرته ده او له يوه کال راهيسې پرې د دولت وسله وال مخالفين واکمن دي.

د بدخشان امنيه قوماندانۍ د امنيت سمونوال محمد نبي وويل چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه د دغه ولايت د کوف اب پوليس وتوانېدل چې په يوه کمين کې د دوو تاجکستاني وګړو په ګډون شپږ طالبان ونيسي.

خو هغه زياته کړه: ((د تاجکستان ياد شوي دواړه وګړي د امنيتي ځواکونو سره په مقاومت کې ژوبل شوي وو او د لېږد پرمهال يې يوه د امو سيند ته ځان ګوازر کړ او بل د خپلو ټپونو له امله ومړ.))

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر وويل چې د نيول شوو کسانو له ډلې څلور ميله وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

په ورته وخت کې د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې په دغه ولايت کې د طالبانو يو کليدي کس ملا بصير تېره شپه په کهمرد ولسوالۍ کې نيول شوى چې نيول به يې طالبانو ته ستر ګوزار وي او ويجاړوونکي پروګرامونه به يې شنډ شي.

هغه زياته کړه: ((ملا بصير د ملا هبت الله د ډلې غړى و چې په بغلان، کندوز او باميانو ولايتونو کې يې په ګڼو جګړه ييزو او پوځي پلانونو کې ونډه درلوده او د باميانو د امنيتي ځواکونو د اوپراتيفي معلوماتو له مخې، ملا بصير د اختر په ورځو کې په دې ولايت کې د ويجاړيزو کړنو پلان درلود.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.