ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: پاکستان دې د نړيوالو قوانينو په رڼا کې له کډوالو سره چلند وکړي

امريکا: پاکستان دې د نړيوالو قوانينو په رڼا کې له کډوالو سره چلند وکړي

author avatar
30 Jun 2016 - 12:14
امريکا: پاکستان دې د نړيوالو قوانينو په رڼا کې له کډوالو سره چلند وکړي
author avatar
30 Jun 2016 - 12:14

واشنګټن (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): د امريکا متحده ايالات وايي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې او حالت له نږدې څخه څاري.

دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند مارک ټونر د چنګاښ په ١٠مه،له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه وکړې.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په دې وروستيو کې د پاکستانيو پوليسو لخوا د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو لړۍ تېزه شوې ده.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، په تېرو دوو اونيو کې پاکستانيو پوليسو له خيبر پښتونخوا ايالت څخه تر ٢٠٠٠ پورې افغان کډوال نيولي او ٥٠٠ يې له تورخم څخه افغانستان ته را اړولي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند وايي چې امريکا او نورې نړيوالې موسسې په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت له نږدې څاري او په دې اړه له پاکستانيو چارواکو سره په اړيکه کې دي.

هغه زياته کړې: (( موږ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ سره په پاکستان کې افغان کډوالو سره د همکاريو په اړه مشورې کوو.))

د نوموړي په وينا، له پاکستانه يې غوښتي چې د نړيوالو قوانينو په رڼا کې دې له کډوالو سره چلند وکړي.

خو مارک ټونر داهم ويلي، دا د پاکستان حق دى چې خپل هېواد د کډوالو په اړه قوانين پلي کړي.

هغه د پاکستان له حکومت او خلکو څخه مننه کړې چې له څو لسيزو راهيسې د نړۍ د تر ټولو زياتو کډوالو کوربه توب کوي .

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس هم په  پاکستان کې يو نيم ميليون راجستر او شاوخوا يو ميليون غير راجستر افغان کډوال مېشت دي.

ټاکل شوې ده چې نن په پاکستان کې د افغان کډوالو دقانوني اوسېدو  موده پاى ته ورسېږي، خو پاکستان پرون دغه موده د شپږو نورو مياشتو لپاره وغځوله. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.