کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥) : د ترکيې د استانبول ښار د نړيوال هوايي ډګر په بريدونو کې د وژل شويو افغانانو شمېره ٦ تنو ته لوړه شوه.
وړمه شپه شاوخوا په نهه نيمو بجو د ترکيې د استانبول پر نړيوال هوايي ډګر درېيو کسانو بريدونه کړي وو، چې د وروستيو معلوماتو له مخې، په دې بريدونو کې ٤١ کسان وژل شوي او ٢٣٨ نور ټپيان شوي دي.
په استانبول کې د افغانستان سرکونسل ملک قريشي د چنګاښ په ١٠مه، د ټېلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده پېښه کې د شپږو افغانانو مړينه تثبيت شوې او دوه افغانان ټپيان شوي.
هغه زياته کړه چې وژل شوي کسان د جوزجان ولايت داقچې ولسوالۍ د عبدالرحمن اميري په نامه ديوې کورنۍ غړي دي چې درې يې مېرمنې او يوه يې اته کلنه ماشومه ده.
نوموړي وويل چې دوه تنه نور وژل شوي افغانان ٦٠ کلن انجنير محمد صديق او ٢٦ کلن حبيب الله نومېدل.
د قريشي په وينا، ټپيان هر يو فرحناز اعظمي ٢٢ کلنه او حفيظ الله نعيم ٤٥ کلن دي چې د مخ او لاسونو په برخو کې ټپيان شوي.
دى وايي چې د يادې پېښې د ټپيانو له ډلې څخه د ١٥ تنو هويت تر اوسه نه دى په ډاګه شوى، خو ګومان نه کوي چې په دې کې به افغانان وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن