کابل (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): پخوانى ولسمشر او جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي د جهادي او ملي ګوندونو د شورا مشر وټاکل شو.
دغه شورا چې ١٥ سياسي او جهادي ګوندونه يې غړيتوب لري، دوه کاله مخکې خپل شتون اعلان کړى و.
د دې شورا له خوا د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د جهادي او ملي احزابو دهمغږۍ عالي شوری
سرچينې زياته کړې چې يادې شورا په خپلې وروستۍ غونډه کې په اتفاق سره جهادي مشر او پخوانى ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي د دې شورا د مشر په توګه وټاکه.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د کارونو د لاښه والي او پرمختګ لپاره به د شورا په راتلونکې ناسته کې د شورا مرستیالان او د کاري کمېټو مشران هم وټاکل شي .
سرچينه کاږي، د افغانستان د جهادي او ملي احزابو عالي شورا تراوسه خپل کارونه او پروګرامونه په شورايي شکل پر مخ وړل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن