ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې شپږو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې شپږو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
30 Jun 2016 - 12:17
غزني کې شپږو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
30 Jun 2016 - 12:17

غزني (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٥): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پر کاروان بريد کړی چې په ترڅ کې یې يو امنيتي سرتېرى وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

د اندړو ولسوالۍ امنيه قوماندان سيد انور اغا د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيتي ځواکونو يو کاروان له پکتيکا غزني ته پر لاره و چې د دې ولسوالۍ د شاه خوګ په سيمه کې وسله والو طالبانو پرې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې يو کس وژل شوى او  پنځه نور ټپيان دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

ده وويل چې مقابل لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې شوى دى.

دغه راز د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې پېښه کې يو کس وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

د ده په وينا، د دوو ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى.

يادو دواړو چارواکو د وژل شوي کس د هويت په اړه څه ونه ويل خو د پکتيکا ولايت يوې حکومتي سرچيني پژواک ته وويل چې دغه وژل شوى کس د دغه ولايت د ملي امنيت رياست لومړى مرستيال بختيارګل پکتين دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.