جلال اباد (پژواک،۱۰ چنګاښ۹۵): چارواکي وايي، د ننګرهار په محبس کې د بنديانو شمېر ته په کتو، اړتيا ده چې د دې ولايت د پخواني زندان ودانۍ بياورغول شي او يا نوی محبس جوړ شي.
د ننګرهار د عمومي زندان مدير سمونوال ميرحضرت ستانکزي د چنګاښ په ۱۰مه، په خبري کنفرانس کې وويل، له څه مودې راهيسې په دې زندان کې د رغونې کارونه ترسره شوي دي.
ده وويل: (( د ننګرهار زندان ۷۵ کاله مخکې د ۵۰۰ بنديانو لپاره جوړ شوی، اوس په دې زندان کې شاوخوا ۱۶ سوه بنديان اوسېږي.))
د هغه په وينا، په يو شمېر ولايتونو کې د زندانونو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې او هيله ده، چې دا چاره په ننګرهار ولايت کې هم ترسره شي.
د ده په خبره، د پخوا په پرتله د ننګرهار په زندان کې بنديانو ته پاملرنه ډېره شوي، روزنيز او د حرفه يي زده کړو کورسونه ورته جوړ شوي دي.
د زندان مدير وايي: ((يو شمېر بنديانو ته د زده کړو کورسونه لرو، ځينې يې د قرانکريم زده کړې هم کوي او د ځينو نورو لپاره حرفه يي زده کړې ورکول کېږي.))
نوموړی زياتوي، د زندان د ساتوونکو پوليسو په تشکيلاتو کې يې تغييرات راوستلي ، څو په چارو کې د ستونزو مخه ونيول شي.
اخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، د ننګرهار په زندان کې دننه ځينې کارونه روان دي او نوي ځايونه هم په کې جوړ شوي دي.
د والي وياند تاييدوي، چې ښايي زندان د شته زندانيانو شمېر ته په کتو تنګ وي، خو د نوموړي په خبره، د ډېرو ولايتونو په پرتله يې پراخوالی ډېر دی.
نوموړی وايي: ((د ننګرهار عمومي زندان د يو جريب په ساحه دی، دننه يې ځينې نوې ودانۍ هم جوړېږي، موږ په دې تړاو هم خبرې پيل کړي، چې نوې ودانۍ ورته جوړه شي.))
د ننګرهار ولايت اوسېدونکي شمس الرحمن بيا پژواک ته وويل، د ننګرهار زندان د ښار په منځ کې دی، بايد بل ځای انتقال شي.
ده زياته کړه، د زندان په لېږد سره به د ښار لارې خلاصې شي او پر امنيت به هم ښه اغېزه ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن