وروستی تعقيب- جلال اباد(پژواک،۱۲چنګاښ۹۵):د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د قومي پاڅون کوونکو پر مشر ځانمرګي بريد کې دوه کسان وژل شوي او د څلورو ساتوونکو په ګډون ۱٨ کسان ټپيان دي.
دا چاودنه د چنګاښ په ۱۲مه، د سهار کابو ۱۰ بجې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند او "جوى هفت" په سيمه کې رامنځ ته شوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کوټ د پاڅونوالو مشر حاجي حيات خان له يادې پېښې روغ وتلی دی.
د والي وياند وايي : ((حاجي حيات خان په خپلو موټرو کې له سيمې د تېرېدو په حال کې و، چې پلي ځانمرګي پرې چاودنه کړې، دوه ملکي کسان په کې وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.))
د والي وياند وايي، چې ځانمرګی بريدګر د حيات خان د ساتوونکو له لوري تر پېژندلو وروسته پر ډزو سره ټپي شوی او وروسته يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
اخوا د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال پژواک اژانس ته وويل، له يادې پېښې ورته دوه جسدونه او ۱۸ ټپيان ور وړل شوي دي.
کامه وال وايي: ((په ټپيانو کې د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او همدا شان د ټپيانو له ډلې ۷ ټپيان تر لومړنۍ درمنلې وروسته رخصت شوي دي.))
د حاجي حيات خان وراره او ساتوونکي يې فرهاد پژواک ته وويل: (( موږ په موټرو کې د کابل له اډې د ښار پر لوري روان و، په لاره کې مو دوه موټرسايکل سپاره ولېدل، چې موږ تعقيبوي، خو وروسته لادرکه شول، د جوی هفت ساحې ته د رسېدو پر مهال له هماغو کسانو يو يې پلی شو او زموږ پر لوري را روان شو، موږ ورته د درېدو وويل او تر پوهېدو وروسته مو ووېشته هغه په ټپي حالت کې ځان ته چاودنه ورکړه.))
فرهاد وايي چې په دې ځانمرګي بريد کې د حاجي حيات خان څلور ساتوونکي هم ټپيان شوي، چې د يوه روغتيايي حالت نازک ښودل شوی.
د پېښې يوه عيني شاهد ادريس پژواک ته وويل: ((دلته داسې اوازه ده، چې پر کوم قومي مشر چاودنه شوې، دا قومي مشر په زرهي موټر کې و او د چاودنې پر مهال يې موټر زيانمن شوی دی.))
د نوموړي په وينا د يادې چاودنې له امله د مرګ ژوبلې ترڅنګ په سيمه کې د مارکېټونو ، هټيو او کورونو ښيښې هم ماتې شوې دي.
تراوسه ددغه بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن