ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه پغمان کې پر نوو فارغ شوو پوليسو شوى بريد څېړي

ولسي جرګه پغمان کې پر نوو فارغ شوو پوليسو شوى بريد څېړي

author avatar
2 Jul 2016 - 16:51
ولسي جرګه پغمان کې پر نوو فارغ شوو پوليسو شوى بريد څېړي
author avatar
2 Jul 2016 - 16:51

 کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٥): د ولسي جرګې غړو، له کومو اړينو تدابيرو پرته له ميدان  وردګو څخه کابل ته د سلګونه نوو فارغه شوو پوليسو لېږد؛ د پوښتنې وړ بللي او وايي  چې د يادې پېښې عاملينو ته بايد سخته سزا ورکړل شي.

 دوه ورځې وړاندې کله چې د نوو فارغ شوو پوليسو موټر  د ميدان وردګو له ولايت څخه کابل ته پر لار  و ، د کابل-کندهار سړک په اوږدو کې د پغمان ولايت دکلا حيدرخان په اړونده سيمه کې د ځانمرګي بريد موخه وګرځېدل.

 د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دغه پېښه کې ٣٣ کسان وژل شوي او ٧٩ کسان نور ټپيان دي. د يادې پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

 ولسي جرګه کې د پروان استازي صديق احمد عثماني، د يادې جرګې په نننۍ ناسته کې وويل: "د پنجشنبې ورځې پېښه د مديريت کمزورتيا په ډاګه کوي، د پوښتنې ځاى دى چې له تدابيرو پرته له څلور سوه زيات کسان چې څو ځلې پخوا هم د يادې لارې په اوږدو کې دولتي کارکوونکي په نښه شوي، لېږدول کېدل."

 د هغه په وينا، هغه مسوولين چې د ميدان وردګو پوليسو اکاډمۍ د محصلينو د لېږد مسووليت يې پر غاړه درلود، بې پروايي کړې او بايد په اړه ترې پوښتنې وشي.

 په ياده جرګه کې د دايکنډي استازي نصرالله صادقي زاده نيلي وويل: "د پنجشنبې ورځې پېښه ژوره او د پوښتنې وړ ده، ډاډ نه لرو چې د حکومت له لوري دې وڅېړل شي، داسې راپورونه شته چې ښوونيز مرکز له يادې پېښې پنځلس ورځې وړاندې خبر درلود."

 په دغه جرګه کې د کونړ استازي صالح محمد صالح وويل: "که چېرې دغه پېښه په نورو هېوادونو کې شوې واى، اوس به څو وزيرانو استعفا ورکړې وه، نور چا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ پر اولادونو لوبې وکړي."

 په ياده جرګه کې د پنجشېر استازي زهير سعادت وويل: "پر دې سربېره چې هيچا هم خپل کوچنى مسووليت هم نه دى منلى، ٤٥٠ کسان يې له ميدان وردګو څخه کابل ته رالېږدول، چې دا کار په خپله د خلکو لپاره د پوښتنې وړ ده."

 د ولسي جرګې يو شمېر نورو غړو هم د ميدان وردګو د ښوونيز مرکز چارواکي د دغو نوو فارغو شوو پوليسو په اړوند پر بې پروايۍ تورن کړي او له حکومت يې غوښتي، څو هغه کسان چې په دغه برخه کې يې بې پروايي کړې، له پېژندنې وروسته ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي.

 د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي هم د پغمان پېښه وغندله او ويې ويل: "د پوليسو اکاډمۍ پر شاګردانو بريد يوه غميزه ده، چې د افغانستان د قسم خوړلو دښمنانو له لوري ترسره کېږي."

 ابراهيمي د جرګې غړو ته په خطاب کې وويل: "ملي شورا په ځانګړي ډول ولسي جرګه، بايد دغه او داسې نورې پېښې بې پامه پرېنږدي."

 نوموړي د جرګې کورني امنيت کمېسيون ته دنده وسپارله، څو ياده پېښه په جدي توګه وڅېړي او پايلې يې د خلکو له استازو سره شريکې کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.