ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ١٤ کلونو کې ٨١ څارنوالان وژل شوي

په تېرو ١٤ کلونو کې ٨١ څارنوالان وژل شوي

author avatar
2 Jul 2016 - 18:03
په تېرو ١٤ کلونو کې ٨١ څارنوالان وژل شوي
author avatar
2 Jul 2016 - 18:03

کابل (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٥): د هېواد لويه څارنوالي وايي  چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ٨١ څارنوال وژل شوي، خو تر اوسه پورې يې د کوم يوه عامل نه دى نيول شوى.

د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي  له پژواک سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، هغه کسان چې د قانون له عملي کولو ډاريږي نو د عدلي او قضايي بنسټونو کارکوونکو په نښه کوي.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې له ١٣٨٠ کال راهيسې تر اوسه پورې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ٨١ څارنوالان وژل شوي، وويل: "ځينې وختونه څارنوالان د نورو بنسټونو په پرتله ډېر ګواښل کېږي او له بده مرغه په ولايتونو کې مو څارنوال له ډېرو ګواښونو وروسته له لاسه ورکړي، تر دې چې په کابل کې په نښه شوي او ترور شوي."

د لويې څارنوالۍ د وياند په وينا، د امنيت نشتون د څارنوالانو په وړاندې يوه لويه ستونزه ده او د کورنيو چارو وزارت بايد په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

عزيزي زياته کړه: "که څه هم په دې پوهېږو چې په هېواد کې امنيتي ستونزې زياتې دي، خو د څارنوالانو امنيت په ښه توګه نه نيول کېږي او له کشفي ارګانونو، پوليسو او په ځانګړي ډول کورنيو چارو وزارت څخه مو دا غوښتنه ده، چې د څارانولانو د امنيت په برخه کې کلک امنيت ونيسي."

 د هغه د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د هېواد د پنځلسو ولسواليو څارنوالان چې ډېرى يې د هېواد په سويل کې دي، نشي کولى چې په اوسنيو خرابو شرايطو کې کار وکړي او دغه وضعيت خلکو ته ډېرې ستونزې راولاړې کړې دي، چې خلک اړ کېږي چې د ولايتونو مرکزونو او ان کابل ته مراجعه وکړي.

  د هغه په وينا، د يادې ادارې له ٥٢٠٠ کارکوونکو له ډلې يې ٢٥٠٠ کسان څارنوالان دي.

 خو د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب دانش د لويې څارنوالۍ د يادې اندېښنې په اړه وويل، چې يوازې څارنوالان نه ګواښل کېږي، بلکې ترهګر ټول خلک په نښه کوي.

 هغه وويل: "څارنوالان له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ترهګرو د محاکمه کولو په برخه کې پرېکنده اراده لري، په همدې موخه دوښمن هڅه کوي، څو دوى خپله موخه وګرځوي."

 پر دې سربېره د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند څرګنده کړه، چې د قاضيانو د امنيتي قطعې په څېر د څارنوالانو لپاره هم يوه امنيتي قطعه جوړه کړي، چې دغه موضوع د هېواد د ملي امنيت له شورا سره شريکه شوې او کار پرې روان دى.

 د څارنوالانو په اړه د ګواښونو له زياتېدو په داسې حال کې اندېښنې راڅرګنديږي چې يوازې په تېره يوه مياشت کې د هرات او لوګر د استيناف محکمو د مشرانو په ګډون ٥ څارنوال وژل شوي دي.

ورته مهال پژواک هڅه وکړه، چې په تېرو ١٤ کلونو کې د محکمو د قاضيانو د مرګ ژوبلې شمېر هم ترلاسه کړي، خو له بيا-بيا اړيکې سره په ستره محکمه کې چا د يادې شمېر ورکړې ته زړه ښه نه کړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.