جلال اباد (پژواک، ١٢ چنګاښ ٩٥): په ننګرهار ولايت کې د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي يو پخوانى جهادي قوماندان وژل شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماخوستن د چپرهار ولسوالۍ د کنډي باغ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې ناپېژاندو وسله والو د حزب اسلامي يو پخوانى جهادي قوماندان ډګرمن رحمت شاه خان له کوره ويستلى او بيا يې لرې سيمه کې وژلى دى.
د نوموړي په وينا، پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
د حزب اسلامي يو تن غړي عبدالله کامه وال د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل چې ډګرمن رحمت شاه خان د ولايت په کچه د حزب اسلامي يو له پخوانيو پياوړي قوماندانانو څخه و.
د نوموړي په وينا، هغه اوس سپين ږيرى شوى و، له حکومت سره يې اړيکې نه درلودې اونه يې هم ګوندي فعاليتونه کول.
کامه وال وويل چې هغه اوس مهال د ولسوالۍ د اصلاحي شورا غړى او په خپله سيمه کې يې اصلاحي کارونه ترسره کول.
نوموړي دا ونه ويل چې دغه جهادي قوماندان د کومې ډلې لخوا وژل شوى دى.
ددې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې ده چې تر دې مخکې هم په چپرهار ولسوالۍ کې د حزب اسلامي قوماندانان وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن