ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د څلورو نجونو په ګډون ١٢ کسان اوبو مړه کړي

کونړ کې د څلورو نجونو په ګډون ١٢ کسان اوبو مړه کړي

author avatar
3 Jul 2016 - 11:28
کونړ کې د څلورو نجونو په ګډون ١٢ کسان اوبو مړه کړي
author avatar
3 Jul 2016 - 11:28

اسعداباد (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٥): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د څلورو نجونو په ګډون ١٢ کسان په اوبو کې غرق شوي دي.

د کونړ امينه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژنس ته وويل چې  پرون مازديګر د سختۍ ګرمۍ له امله څلور نجونې په څوکۍ ولسوالۍ کې په اوبو کې غرقې او مړې شوې دي.

هغه زياته کړه، دغه نجونې چې درې يې خوندې وې او يوه يې د تره لور وه، عمرونه يې د ٨ او ١٣ کلونو تر منځ وو.

سيدخېل وايي چې دوى د سيند پر غاړه په يوه ډنډ کې د ګرمۍ له امله لامبل، چې په کې ډوبې او مړې شوې دي.

امنيه قوماندان دغه راز وويل چې د کونړ په شمالي برخو کې د سختو بارانونو له امله په سيند کې له ځنګلونو څخه لرګي راغلي وو.

د هغه په وينا، د يادو سيمو اوسېدونکي د لرګيو رانيولو په موخه سيند ته دننه شوي چې د يوې نجلې په ګډوه ٨ تنه يې وړي او مړي يې نن سهار پيدا شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.