فيض اباد ښار(پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٥): ملي دفاع وزارت وايي چې د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د هوايي عملياتو په ترڅ کې ٥٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٢ نور ټپيان شوي دي.
د ياد شوي وزارت په خبره، دغه عمليات د راغستان په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر مرکزونو او د ټولېدو پر ځاىونو شوي دي.
په بدخشان ولايت کې د پامير ٢٠ فرقې د دويمې لوا قوماندان بريدجنرال جنت ګل کړوخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وژل شوو کسانو کې د مولوي عتيق الله، زبير، باسط او ابراهيم په نومونو مهم طالب قوماندانان شامل دي.
هغه زياته کړه چې دغه يرغليز بريدونه د ځمکې او هوا له لارې دوه ورځې وړاندې پيل شوي، اوسمهال هم د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې روان دي او وسله وال مخالفين د ولسوالۍ له مرکز څخه په شا تمبول شوي دي.
کړوخېل زياته کړه چې عمليات به تر هغه روان وي، څو چې راغستان ولسوالي په بشپړ ډول د وسله والو مخالفينو له شتون څخه نه وي پاکه شوې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن