کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٥): د سعودي عربستان ستره محکمه به د دوشنبې په ورځ تر ماښام وروسته د نېکمرغه کوچني اختر مياشتې د ليدو په موخه غونډه وکړي.
د سعودي دولتي اژانس (واس) د چنګاښ په ١٣مه خبر ورکړى چې د سترې محکمې غونډه به د دوشنبې په ورځ له ماښام وروسته جوړه شي.
سرچينې زياته کړې، سترې محکمې د يوه اعلان له مخې له ټولو خلکو غوښتي چې د اختر د مياشتې د ليدلو لپاره خپل شهادتونه د محکمې له نږدې څانګو سره شريک کړي.
بلخوا د افغانستان وتلي ستوري پېژندونکي عبدالله کندهاري وړاندوينه کړې چې د دوشنبې په ورځ د کوچني اختر مياشتې د ليدلو امکانات اوس زيات شوي دي.
هغه زياته کړه، د دوشنبې په ورځ په اروپا او امريکا کې په اسانه او په سعودي عربستان، افغانستان او ځينو نورو هېوادونو کې به هم مياشت د ليدو وړ وي.
خو کندهاري تېره اونۍ وړاندوينه کړې وه چې د سې شنبه ورځ د کوچني اختر امکان کم دى.
نوموړى وايي، د هند په بحر کې د توپان او له هغې وروسته رامنځته کېدونکو وريځو له امله د سپوږمۍ د ليدو امکانات کم و، خو اوس د دغه توپان او ورېځ لورى بدل شوى دى.
عبدالله زياتوي، د سې شنبې په ورځ د کوچني اختر کېدو امکان ٩٠ سلنې ته لوړ شوى دى، په داسې حال کې چې نوموړي تېره اوونۍ دا سلنه ٤٠ ښودلې وه.
که چېرې د دوشنبې په ورځ مياشت ونه ليدل شي، نو سه شنبه به د روژې د مياشتې ٣٠مه او چهارشنبه به د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن