ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د پولیسو د تعلیمي مرکز د فارغانو پر موټرو د برید څېړنې دې ژر بشپړې شي

ولسمشر: د پولیسو د تعلیمي مرکز د فارغانو پر موټرو د برید څېړنې دې ژر بشپړې شي

author avatar
3 Jul 2016 - 15:54
ولسمشر: د پولیسو د تعلیمي مرکز د فارغانو پر موټرو د برید څېړنې دې ژر بشپړې شي
author avatar
3 Jul 2016 - 15:54

کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٥): د ولسمشر غني په مشري امنیتي غونډې د کابل وروستۍ پېښې د څېړنو د پرمختګ څرنګوالی وارزاوه.

د ميدان وردګو له تعليمي مرکزه نوي فارغ شوي پوليس کابل ته پر لاره وو، چې تېره پنجشنبه (د چنګاښ لسمه) د پغمان ولسوالۍ د حیدر خان کلا سیمې اړوند د کابل – کندهار پر لويه لار کې یې پر کاروان بريد وشو.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ٣٣ کسان وژل شوي او ٧٩ نور ټپيان دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دې پېښې د ارزونې د پرمختګ د څرنګوالي په موخه په ارګ کې امنیتي غونډه جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې چې د هېواد عمومي امنیتي اوضاع هم په کې وارزول شوه، ولسمشر د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور د مسوولینو د راپورونو له اورېدلو وروسته لارښوونه وکړه، چې د میدان وردګو پولیسو تعلیمي مرکز د فارغانو پر لېږدوونکو موټرو د برید څېړنې دې ژر او په دقت بشپړې شي، ترڅو د هغو په رڼا کې لازم اقدامات وشي.

له بلې خوا ولسمشر غني د يادو کسانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین د کابل ښار عیدګاه جومات کې د میدان وردګ پولیسو د تعلیمي مرکز د وژل شويو سرتېرو د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، ولسمشر د دې غمجنې پېښې د قربانيانو روح ته د دعا په ترڅ کې د يادې شوې پېښې د وژل شويو کسانو کورنیو او دوستانو سره خواخوږي او غمشریکۍ وکړه او قربانيانو ته یې د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعا وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.