ښرنه (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٥): د ملي امنيت رياست وايي چې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې يې د ځانمرګي بريد مخه نيولې ده.
دغه څرګندونې په هغې اعلاميه کې شوې چې د چنګاښ په ١٤مه د ملي امنيت د عمومي رياست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه وايي چې د ملي امنیت موظفینو د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال ځانمرګی برید کوونکی عبدالولي چې هوډ یې درلود په ارګون ښار کې ځانمرګى بريد ترسره کړي نيولى دى.
د ملي امنيت په دې اعلاميه کې راغلي: ((نیول شوي ځانمرګي ویلي چې یوه میاشت یې د پاکستان په کوهاټ سیمه کې د طالبانو په یو مرکز کې تېره کړې او له هغه وروسته یې د شلو ورځو لپاره د وزیرستان د واڼه سیمې په زرمیلنه کې پوځي او د ځانمرګو بریدونو زده کړې کړې دي.))
خو دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې د ارګون ولسوالۍ په بازار کې د ځانمرګي بريد له امله د ماشومانو په ګډون لسګونه کسان و وژل شول او څه د پاسه سل تنه ټپيان شول.
ارګون د پکتيا له لرو پرتو ولسواليو ده چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره ګډه پوله لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن