ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتيار: ولسمشر دې د سولې شته فرصت له لاسه نه ورکوي

حکمتيار: ولسمشر دې د سولې شته فرصت له لاسه نه ورکوي

author avatar
4 Jul 2016 - 11:27
حکمتيار: ولسمشر دې د سولې شته فرصت له لاسه نه ورکوي
author avatar
4 Jul 2016 - 11:27

کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٥): د حزب اسلامي مشر انجنير حکمتيار په اختريز پيغام کې ويلي چې په حكومت كې د مشاركت شوق نه لري او له ولسمشر يې غوښتي چې د سولې شته فرصت دې له لاسه نه ورکوي.

هغه د اختر په دغه پيغام کې ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې او دعا يې کړې چې په هېواد کې سوله او ارامي راشي.

حکمتيار په دغه پيغام کې پر هېوادوالو غږ کړى چې له هېواده د بهرنيو ځواکونو پر وتلو، په خپله د ستونزو د هوارولو او د جګړې پر پاى ته رسولو باندې موافقه  وکړي.

ده ويلي: ((بايد دا ژمنه وکړو چې له دې وروسته د واک د لېږد په پروسه كې نه يوه قطره وينه تويه شي او نه يوه مرمۍ وويشتل شي.))

د حزب اسلامي مشر پر ولسمشر محمد اشرف غنى غږ کړى چې د جګړې پاى ته رسېدو او ډاډمنې او عادلانه سولې د تأمين لپاره رامنځته شوى فرصت له لاسه ورنه کړي.

هغه ولسمشر ته په خطاب کې ويلي: ((مه پرېږده چې د سولې بهير د هغو له لوري يرغمل شي چې جګړو پړسولي، د پرديو د ګټو لپاره نيابتي جګړہ پر مخ بيايي، لاسونه يې د مظلومو افغانانو پر وينو سره دي، د بهرنيو ځواكونو د مټو په زور واک ته رسېدلي، په واک كې پاتې كېدل غواړي، د دې پروا نه لري چې په جګړه كې افغانان مري او كور او هېواد يې ورانيږي.))

انجنير حکمتيار د امريکا د متحدو ايالتونو پر ولسمشر غږ کړى چې د هغو جنګ غوښتونكو مشورې دې نه مني چې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو پر نور پاتې کېدا او د جنگ پر دوام ټينګار كوي.

نوموړي ټينګار کړى چې امريکا دې افغانان پرېږدي چې خپلې ستونزې په خپله حل كړي، د افغانانو د ګډې پرېكړې او توافق ننګه او ملاتړ دې وكړي.

حکمتيار زياته کړې: ((ټولو ته ډاډ وركوو چې حزب اسلامي سوله غواړي، عادلانه، ډاډمنه او پتمنه سوله، د پرديو له وساطت او وصايت پرته د بين الافغاني مذاكراتو له لارې سوله، د ځان لپاره هېڅ څه نه غواړي.))

د هغه په وينا، حزب اسلامي ټولو ته د روغې جوړې لاس اوږد كړى، د وسله والو رقابتونو د پاى ته رسولو په موخه، غواړي د جګړو او وسله والو رقابتونو ځاى سالم او رغنده سياسي او فكري رقابتونه ونيسي، غواړي د دولت له وسله والو امنيتي ځواكونو پرته په ټول هېواد كې نه بهرني وسله وال ځواكونه وي، نه په سياسي او قومي ډلو پورې تړلې ملېشې او اربكي.

هغه زياته کړې: ((حزب اسلامي په افغانستان کې يو ارګ غواړي نه دوه ارګه، هېواد يو ولسمشر ولري نه دوه، د قدرت مستقل جزائر ختم شي او د موازي حكومتونو ټغر ټول شي.))

د حزب اسلامي مشر له افغان امنيتي ځواكونو سره د جګړې مخالفت کړى او خپلو وسله والو ته يې سپارښتنه کړې چې پر افغان امنيتي ځواكونو له بريده ډډه وکړي خو له ځانه د دفاع حق لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.