کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٥): د طالبانو د جلا شوې ډلې مشر ملا محمد رسول داعش ډله بهرنۍ او فتنه وبلله او زياته کړې یې ده چې د دې ډلې کړنې د منلو او توجيه وړ نه دي.
له طالبانو د جلا شوې ډلې د افغانسان اسلامي امارت عالي شورا مشر ملا رسول دغه څرګندونې د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت په خپل پيغام کې کړې دي.
هغه زياته کړې: ((د خوښۍ او سوکالۍ اختر به هغه مهال وي چې ګران هېواد مو خپلواک او هېوادوال مو له خپلو کورنيو سره يو ځاى د ارام ساه واخلي.))
نوموړي په خپل اختريز پيغام کې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش په نامه د وسله والې ډلې وروستي بريدونه او ناورين غندلى او زياته کړې یې ده چې رامنځته شوى ناورين په هېڅ ډول د توجيه او منلو وړ نه دی.
هغه ويلي: ((د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا د داعش په شمول هېڅ بهرني ځواک او قوت ته په هېواد کې د فعاليت حق او اجازه نه ورکوي.))
ملا رسول د طالبانو په اړه ويلي چې د دې ډلې ځيني کسانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد مړينه د خپلو واکونو او ځانګړو موخو لپاره پټه وساتله او د دود او دستور خلاف يې د هغه په نوم جعلي احکامات او اجراات تطبيقول.
د نوموړي په وينا، دغه راز ځينو کسانو په ډېره بېړه او له لازم اعتبار څخه محروم ډول يې د ملا عمر ځاى ناستی غوره کړ.
دغه طالب چارواکي ويلي چې د ملا منصور تر وژل کېدو وروسته د ملا هبت الله د نوي مشر په ټاکل کېدو يو ځل بيا پخوانۍ تېروتنه تکرار شوه.
ده زياته کړې ((دوى د يو څو کسانو په شتون او د يوې اعلامیې په خپرولو د ملاهبت الله اخند د مشر کېدلو اکتفا وکړه چې بيا هم په خواشينۍ سره د منلو او اړتيا وړ شرايط نه شي پوره کولي او مخلصو ملګرو ته د قبولو وړنه دی.))
ملا رسول ويلي چې يې د افغانستان له حکومت سره د اړيکو او معاملې هڅه کړې او نه هم له داعش سره چې د اسلام په نامه مسلمانان ځوروي دا يوه فتنه ډله ده.
هغه له خپلو وسله والو ملګرو غوښتي چې د عملياتو پر مهال عام ولس ته زيان ونه رسوي او له بنديانو سره دې بد سلوک نه کوي.
نوموړي ويلي، د افغانستان اسلامي امارت عالي شورا دې ته ژمنه ده چې د هرې ژبې او قوم وګړو ته به د اسلام په چوکاټ کې پوره پوره پاملرنه او درناوى کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن