جلال اباد (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۵): د ننګرهار چارواکي وايي، د بې پيلوټه الوتکې په بريدونو کې د دوو مهمو قوماندانو په ګډون د طالبانو او داعش ۳۰ وسله وال وژل شوي او درې طالبان ټپيان دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د چنګاښ په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا بريدونه تېره شپه د اچين په پېښې، مامندو او د خوږياڼو د وزيرو په سيمو کې شوي دي.
مشرقيوال وايي: ((د اچين په پېښې او مامندو کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې د ساجد په نامه د يوه قوماندان په ګډون ۱۹ داعشیان وژل شوي.))
د نوموړي په وينا، په وژل شوو کې يو شمېر پاکستانيان دي چې د ساجد په نوم د پنځوس کسيزې ډلې مشر يې د جګړې مشري پر غاړه درلوده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک آژانس ته وويل، د داعش ډلې دغه وژل شوی قوماندان د پاکستان د اورکزيو اوسېدونکی دی او د کوټ ولسوالۍ د وروستيو جګړو مشري پر غاړه درلوده.
د خوږياڼي په خبره، په وژل شوو کې د داعش ډلې د ياد قوماندان وراره هم شامل دی؛ خو د هغه د نوم يادونه يې ونه کړه.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن شېراقا فقيري پژواک اژانس ته وويل، د بهرنيو پوځيانو په يادو بريدونو کې د داعش وسله والو پڼځای او څه اندازه مهمات هم له منځه تللي دي.
بلخوا چارواکي وايي، په خوږياڼو ولسوالۍ کې د هوايي بريد پر مهال د طالب قوماندان صابر کوچي په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، دا طالب قوماندان د خوږياڼو په وزيرو کې له سيمې د تېرېدو په حال کې و چې د بهرنيو ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغی.
د مشرقيوال په وينا: ((طالب قوماندان صابر کوچی په کوټ ولسوالۍ کې اوسېده، د طالبانو له مهمو قوماندانانو شمېرل کېده او په ډېرو پېښو کې يې لاس درلود.))
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، په دغو بريدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل: ((وېل کېږي صابر کوچی له خپلو وسله والو سره په موټرو کې له سيمې د تېرېدو په حال کې وو، چې تر هوايي بريد لاندې راغلل.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن