کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۵): چارواکي وايي، چې په ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې له امله یو تن دیني عالم وژل شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي د چنګاښ په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دا چاودنه نن د مومندرې ولسوالۍ په ۲۸مه، ویاله کې د چسپکي ماین له امله شوې وه.
هغه زیاته کړه، چې ماین د دیني عالم او ملا امام مولوي محمد شفیق پر موټر نښلول شوی و، چې له امله یې نوموړی وژل شوی دی.
د والي ویاند وایي، چې یاد دیني عالم له دولت سره هیڅ تړاو نن درلود.
د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د دیني عالم په مړینه خواشیني ښودلې ده.
د یادونې وړده، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې ددیني عالمانو، ملا امامانو او دیني عالمانو د وژنو پيښې زیاتې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن