ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا ولایتي شورا له سیمه ییزې ادارې سره د فساد ضد مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د پکتیا ولایتي شورا له سیمه ییزې ادارې سره د فساد ضد مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

author avatar
5 Jul 2016 - 13:44
د پکتیا ولایتي شورا له سیمه ییزې ادارې سره د فساد ضد مبارزه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه
author avatar
5 Jul 2016 - 13:44

ګردېز (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٥): د پکتيا د ولايتي شورا اداري پلاوى وايي چې پر سيمه ييز اداره بايد د فساد تورونه ونه لګول شي، بلکې د فساد په ضد مبارزه کې ورسره همکاري وشي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د دې شورا يو شمېر غړو د تېرې اونې په اوږدو کې د پکتيا والي په اداري فساد کې ښکېل وباله او د لرې کېدو غوښتنه يې وکړه.

دغو وکيلانو ويل چې د پکتيا والي نصرت الله ارسلا په خپلو چارو کې بريالي نه دى او د ده په شتون کې د اداري فساد کچه مخ په لوړېدو ده.

خو د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالرووف خان ځدراڼ د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې له سيمه ييزې ادارې سره بايد همکاري وشي او بېځايه تورونه پرې ونه لګول شي.

هغه زياته کړه: ((کوم وکيلان چې زموږ له مشورې پرته کوم کار کوي هغوى زموږ استازيتوب نه شي کولاى.))

ځډران وايي چې د ولايتي شورا يو شمېر غړي د شخصي اختلافاتو له امله پر والي او نورو دولتي چارواکو تورونه پورى کوي.

هغه وويل: ((ما ټولې ستونزې له والي سره شريکې کړې او هغه هم راسره د حل ژمنه کړې ده.))

دغه راز په دې ناسته کې د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمد الرحمن قادري هم ورته خبرې وکړې او ويې ويل: ((يو شمېر کسان له والي سره شخصي ستونزې لري دوى د ولايتي شورا غوښتنې نه مطرح کوي.))

د هغه په وينا، له کوچني اختر وروسته به له والي او نورو چارواکو څخه د حساب اخيستنې لړۍ پيل شي.

هغو وکيلانو چې په والي او نورو دولتي چارواکيو د اداري فساد تورونه پورې کړي وو د پورتنيو څرګندونو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.