ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د یوه قوماندان په ګډون پنځه طالبان وژل شوي

غزني کې د یوه قوماندان په ګډون پنځه طالبان وژل شوي

author avatar
5 Jul 2016 - 13:08
غزني کې د یوه قوماندان په ګډون پنځه طالبان وژل شوي
author avatar
5 Jul 2016 - 13:08

غزني ښار (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٥): د غزني امنيه قوماندان وايي چې په ګيلان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې د يو قوماندان په ګډون پنځه طالبان و وژل شول.

امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د چنګاښ په ١٥مه پژاوک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د ګيلان ولسوالۍ په شينکۍ سيمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د وسله والو طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان قاري حسن په ګډون پنځه طالبان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د وژل شوو ټولو طالبانو جسدونه او وسلې په سيمه کې پاتې دي چې امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.))

امرخېل وويل چې په دغه بريد کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د شينکۍ سيمې اوسېدونکي احمدشاه پژواک ته وويل چې نښتې نږدې يو ساعت دوام وکړ.

ده وويل: ((ما وليده چې يو ټپي پوليس يې موټر ته پورته کړ.))

احمد شاه په دغه بريد کې د نورې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې بريد کې يواځې قاري حسن وژل شوى دى.

هغه وويل چې د جګړې په ترڅ کې امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.