ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فارياب کې د ملي اردو اووه سرتېري مسموم شول

فارياب کې د ملي اردو اووه سرتېري مسموم شول

author avatar
5 Jul 2016 - 15:31
فارياب کې د ملي اردو اووه سرتېري مسموم شول
author avatar
5 Jul 2016 - 15:31

ميمنه (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٥): فارياب کې امنيتي مسوولين وايي چې ددې ولايت غورماچ ولسوالۍ کې د ملي اردو د هغو ٧ سرتېرو له ډلې چې د نوشابې څښکلو له امله مسموم شوي وو، يوه يې ساه ورکړه.

فارياب کې د شاهين ٢٠٩ قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان بريدجنرال سخي داد کپتان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېرماښام د روژه ماتي پرمهال د غورماچ ولسوالۍ ابګرمک پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زياته کړه چې ياد اووه سرتېري د خپل همکار له لوري د چمتو شوې نوشابې له څښکلو وروسته، د روژه ماتي پرمهال مسموم شوي چې په پايله کې يو تن مړ شوى او د شپږو نورو  روغتيايي حالت ښه دى.

د نوموړي په وينا، دوه نور سرتېري په يوه برج کې پېره وو، هغه سرتېرى چې همکارانو ته يې نوشابه برابره کړې وه د تېښتې پرمهال ليدلى ، ډزې يې هم پرې کړې دي؛ خو نوموړى په تېښته بريالى شوى دى.

کپتان وويل، اطلاعات دا څرګندوي چې تښتېدلي سرتېري له طالبانو سره لاس درلود.

يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي وويل :" هغه سرتېرى چې خپل همکاران يې مسموم کړي عبدالرشيد نومېږي، د سمنګان ولايت اوسېدونکى دى او پنځه مياشتې وړاندې د ملي اردو ليکو سره يوځاى شوى و."

نوموړي وويل چې عبدالرشيد له نتروسي پوډر څخه شربت جوړ کړى و چې  خپلو سنګروالو باندې له څښلو څخه وروسته ، يو يې مړ شو، اووه نور يې مسموم شول او خپله په تېښته بريالى شو.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.