کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۳۹۵): د افغانستان د ولسمشر یو سلاکار، د کرنې مخکنی وزیر او د هرات پخوانی والي حسین انوري د ۶۰ کلونو په عمر وفات شو.
نوموړی چې څو ورځې مخکې د درملنې لپاره هند تللی و، همالته مړ شوی دی.
انوري د شوروي د جګړې پر مهال له وتلو جهادي رهبرانو و او د افغانستان د حزب حرکت اسلامي نظامي برخې د هغه تر نظر لاندې فعالیت کاوو او وروسته یې د دغه حزب رهبري واخیسته.
د ولسمشر دغه سلاکار له ۱۳۸۰ تر ۱۳۸۳ کلونو پورې د لنډمهالې ادارې او د انتقالي دولت د کرنې وزیر و، خو په منتخب دولت کې د کابینې وزیر نه شو او د هرات د والي په توګه وټاکل شو چې له ۱۳۸۴ تر ۱۳۸۷ کلونو پورې پر همدې چوکۍ پاتې شو.
حسین انوري د ولسمشرۍ په وروستیو ټاکنو کې د ولسمشر غني ملاتړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن