جلال اباد (پژواک، ١٧چنګاښ ٩٥) : د ولسمشر د دوو فرمانونو پراساس دننګرهار له عمومي محبس څخه ٩٠ بنديان خوشې او د ٢٠٠ تنه نورو د بند په موده کې کموالى راغى .
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې د ولسمشر د دوو ګڼو فرمانونو ، چې يو يې پنځه شپېتم ګڼه چې د وري دلومړۍ نېټې په مناسبت او بل يې دغويي داتمې نېټې د مجاهدينو د بري د ورځې په وياړ صادرشوی وو،له مخې يې دننګرهار له عمومي محبس څخه د دوو ښځينو په ګډون نوي تنه ازاد شول.
خوږياڼي د فرمانونو د تطبيق څارنوال لعلبر له خولې وويل چې په دغه فرمان کې دجنايي پېښو بنديان چې د بند موده يې کمه وه خوشې شول .
د ده په وينا، د يادو فرمانونو له مخې، د دوه سوه بنديانو دبند په موده کې کموالی هم راغلی.
د خوږياڼې په خبره چې په ورته وخت کې د ولايت مرستیال محمدحنيف ګرديوال له ولسمشر څخه مننه وکړه چې تر اصلاح وروسته يې د دې بنديانو په خوشې کېدو کې د دوی کورنۍ ته په يوه اختر کې بل اختر هم ور وباښه.
ګرديوال له خوشې شويو بنديانو وغوښتل چې له دې وروسته داسې کړنې ترسره نه کړي ،چې بيا يې د بند لامل شي.
د ننګرهار د استېناف څارنوالۍ مرستیال سيدشریف نيازي د دې بنديانو د خوشې کېدو پرمهال وويل چې محبس دغچ اخيستلو ځای نه دی، بلکې د اصلاح يواځنی مرکز دی.
ده هم له بنديانو غوښتنه وکړه چې په داسې کارو لاس پورې کړي، چې هم د کورنۍ او هم د ټولنې د خيرسبب وګرځي.
د محبس مدير سمونوال ميرحضرت ستانکزي وويل چې اوس دپنځلس ښځینه بنديانو په ګډون شپاړس سوه لس بنديان په دغه محبس کې شپې او ورځې تېروي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن