وارسا (پژواک،۱۸ چنګاښ ٩٥): ولسمشر محمد اشرف غنی دناټو د وارسا د سرمشریزی ناستې په څنډه کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما سره وکتل.
په دغه کتنه کې چی اجرائیوی رثیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل، د امریکا د سیاسي او نظامي مسوولینو د ارزونواو د افغانستان خلکو او دولت ته د تعهد په اساس یې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د مودې د تمدید په اړه تصمیم نیولی دی.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري پژواک خبري اژانس ته وويل ولسمشر اوباما د افغانستان د خلکو لپاره د ملي یووالي حکومت د واضح تعهد او لیدلوري لرلو ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړه، د افغان حکومت تعهد او څرګند لیدلوري د افغانستان حکومت او خلکو ملاتړ ته هڅولی دی.
د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس د ملي یووالي حکومت د لاسته راوړنو د ستاینې پرمهال وویل : ((موږ او نړۍ له افغانستان سره یوو او تل به د دوی د نړیوالو همکارانو په توګه د دوی تر څنګ اوسو.))
جمهور رئیس غني له افغانستان څخه د امریکا دولت او خلکو له ملاتړ او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو په هکله د جمهور رئیس اوباما د وروستي تصمیم مننه وکړه.
اوباما د چهارشنبي په ورځ په افغانستان کی د خپلو سرتیرو د شتون پلان بد کړ او د ٥٥٠٠ امریکایي سرتیرو پر ځای به د راتلونکي کال کې ۲۰۱۷ جنوري مياشت پورې په افغانستان کې ٨۴٠٠ امریکایي سرتیري میشت وي چې د خپلې دورې د پای ته رسيدو وروسته به د امريکا نوی ولسمشر کيدای شي دا دوره وغځوي.
د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا، امننیتي مسایلو او دغه راز په افغانستان کې د سولې د تامین په هکله بحث او خبرې وکړې.
د افغانستان د حکومت د اجرايي رياست مرستيال وياند جاويد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله نن د امريکا د ولسمشر اوباما سره په ناسته کې د افغانستان په لاسته راوړنو، ګواښونو، سولې، اصلاحاتو او په ځانګړي ډول انتخاباتي اصلاحاتو او د امريکا او ناټو پر دوامدارو همکاريو او مرستو خبري وکړې.
په وارسا کې د ناټو سازمان د غړيو او ځينو نورو هېوادونو د مشرانو دوه ورځنى کنفرانس نن پيل شو او افغانستان د دې کنفرانس د اجنډا مهمه برخه ده. تر ٢٠٢٠ ميلادى کال پورې له افغان ځواکونو سره د دې سازمان د مرستو غځول او پراخول د وارسا د غونډې د بحث مهمه موضوع ده.
دغه راز په دې ناسته کې به افغانستان او نړۍ نور هېوادونه په افغانستان کې د سولې ډ ټينګښت او له ترهګرۍ او نشه يي توکيو سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې نوې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن