ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د ګیلان خلک هر اړخیز خدمات غواړي

د غزني د ګیلان خلک هر اړخیز خدمات غواړي

author avatar
8 Jul 2016 - 10:03
د غزني د ګیلان خلک هر اړخیز خدمات غواړي
author avatar
8 Jul 2016 - 10:03

غزني (پژواک، ۱۸ چنګاښ ٩٥): د غزني د ګيلان ولسوالۍ اوسېدونکي او چارواکي وايي چې د دې ولسوالۍ لپاره هېڅ کار نه دى شوى او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د غزني د ګيلان ولسوال عبدالکريم تره کي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې، روغتيا، کرنې او حکومتولۍ په برخه کې هېڅ کار نه دى شوى.

هغه زياته کړه: ((شپږ میاشتې مخکې دلته مقرر شوم په ټوله ولسوالۍ کې درې مامور حاضر و هېڅوک نه راتلل خو امتیاز يې اخیستل کېده.))

ده وويل چې په تېرو ١٥ کلونو کې د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره هېڅ راز مرستې نه دې شوط نو ځکه يې اقتصاد هم کمزورى دى.

هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي ويې ويل: ((له کابل څخه د دې ولسوالۍ په نوم مرستې راغلې دي خو ځيني کسانو پر ځانونو ويشلي دي او خلکو ته يې نه دي ورکړي.))

دغه راز هغه وويل: ((پخوا مو چې دا ستونزې چارواکي ته يادولى، نو ويلي به يې چې ګيلان کې امنيت سم نه دى اوس خو په ټول ګيلان کې امنيت ښه دى.))

هغه زياته کړه په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو تر منځ پوره همغږي شته او خلک هم د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري کوي.

د تره کي په وينا، د ګيلان په ټوله ولسوالۍ کې ښځينه ډاکترانې نشته دي چې له امله يې ډېرى وخت ناروغې مېرمنې روغتون ته تر رسېدو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه وويل چې يادې ستونزې يې تر اوسه څو ځلې د غزني له لومړي درجه چارواکو سره شريکې کړي خو کومه پايله يې نه لرله.

د ګيلان ولسوالۍ قومي مشر حاجي الله نور هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ده وويل: ((دلته شفاخانه نشته، مکتب نشته او خلکو ته د کار زمينه هم نه ده برابره شوې خلکو له ستونزو سره مخ دي يوه مړۍ ډوډۍ نه شي پيدا کولاى.))

ده تور پورې کړ چې په تېرو کلونو کې له ګيلان ولسوالۍ سره مرستې شوې خو چارواکو په خپلو کې سره وېشلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.